امنیتي ځواکونو ته په خپله غوښه د وسلو او دولتي اجناسو د سپارلو په اړه دافغانستان د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
له تیرو څو ورځو را هیسي، د افغانستان اسلامي امارت درې ګونو امنیتي ارګانونو په ګډه د هیوادوالو د امنیت او د غلو، اختطافګرو او شریرو عناصرو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه په کابل او نېږدې ولایتونو کې تصفیوي عملیات پيل کړي، چې لله الحمد تر دې دمه خورا ښه او ملموس نتائج له ځان سره لري، سلګونه میله سپکه او درنه وسله، لسګونه عرادې دولتي موټر، مهمات او ګڼ نورغیر قانوني توکي د ځواکونو لاس ته ورغلي او یو شمیر شریرعناصر، چې په اختطاف او نورو جرمونو کې لتاړدي، نیول شوي دي.
د دې له پاره چې د تصفیوي عملیاتو دغه جریان ډیر اوږد نشي؛ نو بناء اسلامي امارت له ټولو هغو هیوادوالو، چې وسلې، دولتي وسائط او غیر قانوني توکي له ځان سره لري او یا د غلو او اختطافګرو په اړه معلومات ولري غوښتنه کوي، مخکې له دې چې د تلاشۍ ګروپونه ورته ورسیږي، دوی دې په خپله خوښه یادې وسلې او دولتی شتمنۍ ځواکونو ته وسپاري او په دې برخه کې دې د اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي.
که ګران هیواد وال په دې برخه کې همکاري وکړي؛ نو د تلاشۍ عملیات به هم په لنډ وخت کې پای ته ورسیږي، په لارو کې د تالاشئ او نورو هڅو ضرورت به نه وي او وضعیت به په ډاډمن شکل بیرته عادي شي.
اسلامي امارت غواړي چې په هیواد کې بشپړ امنیت تامین وي او د هیچا سر، مال، عزت او حقوقو ته تهدید متوجه نه وي.
د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد
۱۴۴۳/۷/۲۹هـ ق
۱۴۰۰/۱۲/۱۲هـ ش ـ 2022/3/3م