📚کــتــابــی خـبــری📚 dan repost
🕋{کــــــتــــابــــــی خــبـــری}🕋
ـ📚👇📕📖👇📘📖👇📚
*ماشومانو ته د لمانځه د تربيت مرحلې*
*لومړی مرحله :*
اولادونه د خپلو والدينو د اعمالو او اقوالو تقليد کوي ،کله چې مور لمونځ کوي ، پلار په کور کې نفلي لمونځ کوي اولادونه يې تقليد کوي ، په ظاهري بڼه د لمانځه د احکامو سره بلدتيا مومي .
*دوهمه مرحله :*
د ماشومانو عادت کول په لمانځه باندې له اوه کلنی څخه شروع کېږي د اوه کلنی عمر په تعليم او تمرين د عادت کولو عمر دي.
کله چې اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيږي هغوی ته به د نجاست څخه د پاکولو ، اودس او د لمانځه د احکامو لکه : فرض ، واجب ، سنت ، د لمانځه د ادا کولو طريقه ور زده کړي او هغوی ته به په همدې سن کې د لمانځه د ادا کولو حکم وکړي .
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
«مروا أبناءكم بالصلاة لسبع » (مسند أحمد).
ژباړه: خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ.
مګر په دې مرحله کې د لمانځه د ادا کولو په زده کړه کې دقت پکار دی ځکه که يو ځل په ناقص لمونځ کولو عادت شي نو بيا يې اصلاح مشکله ده . بايد د لمانځه خارجي شرطونو ، داخلي ارکانو او احکامو ته پوره متوجه شي او د لمونځه په ادا کولو کې ټول ارکان په ښه شان زده کړي لکه : قيام ، رکوع ، سجده ، قعده او په ټولو ارکانو کې اطمنان خشوع او خضوع کول .
*دريمه مرحله :*
کله چې اولادونه لس کلنۍ ته ورسيږي هغوی به د لمانځه پوره پابندي کوي کچېرې په لمانځه کې سستي او غفلت کوي نو اسلامي شريعت د تأديب حکم کړی دی دا ځکه چې لمونځ په دين کې زيات اهميت لري ، د لمانځه ترک د دنيا او آخرت تباهي ده .
نو والدين به هغوی ته د غفلت په صورت کې بدني تأديب ورکوي په دې نيت چې اصلاح او د لمانځه اهميت ته متوجه شي ، داسې وهل چې نيت یې یوازې تأديب وي ظالمانه او سخت نه وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«مروا أبناءكم بالصلاة لسبع واضربوهم عليها لعشر وفرقوا بينهم في المضاجع» (مسند احمد).
ژباړه: خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، په لس کلنې د لمانځه (نه کولو په وجه) هغوی ووهئ او د هغوی خوب ځايونه جلا کړئ).
د ماشوم سرپرست بايد د ماشوم د لمانځه او نورو مسؤليتونو د ادا کولو لازمه څارنه وکړي او په هيڅ ډول د هغه په روزنه او څارنه کې ټنبلي و نه کړي ځکه الله جل جلاله فرمايي :
[وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىڅ (طه /۱۳۲).
ژباړه: خپلې کورنۍ ته مو په لمانځه کولو امر وکړه ! او ته پخپله هم په هغه کلک اوسه .مونږ له تا نه د روزي پوښتنه نه کوو (بلکې) مونږ تا ته روزي در کوو او ښه پايله د تقوا لرونکو ده) .
*څلورمه مرحله :*
ماشومان له ځانه سره جومات بېوول :
د دين کمال د لمانځه کمال دی او د لمانځه کمال او پوره والی په جماعت سره د لمانځه ادا کول دي ، ماشوم ته د جماعت د لمانځه فضيلت او ګټې بيانول چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
*د جماعت د لمانځه ديني او دنيوي فائدې :*
۱- په تياره کې جوماتونو ته تلونکو لپاره به د قيامت په ورځ نور وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة» (ابؤداود ، ابن ماجه ).
ژباړه : هغو کسانو ته چې په تياره کې جوماتونو ته ځي زېری ورکړئ په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).
۲- د سهار او بيګا د جماعت لمونځ ادا کول د ټولې شپې د نفلي عبادت برابر ثواب لري .
له عثمان بن عفان (رضی الله عنه ) نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه» (مسلم ۶۵۶ )
ژباړه : څوک چې د ماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نیمې شپې يې چې لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړې وي ( د ماخستن او سهار لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپې له نفلي عبادت سره مساوي دی ) .
۳- کچېرې خلک د جماعت په فضيلت پوه شي نو حتماً به ځي جومات ته که څه هم په خاپوړو سره وي .
او أبوهريـره (رضی الله عنه) روايت کوي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي:
«لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً» (متفق علِيه ) .
ژباړه : که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .
۴- د جوماتونو ته تلونکي کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي .
د بخاري شريف په يوه حديث شريف کې راغلی : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې يو هم هغه کس دی چې زړه يې له جومات سره تړلی وي
«وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ » (بخاری او مسلم ) .
۵- څوک چې څ