ناول یتیمه زندګی
برخه لومړي1
لیکواله سپوږمۍ ساپی
وړاندي کوونکې ثنــــا 😢
د مکتب ورستی ورځ می وه. د چا په خولی تنکی خندا
خو د چا سترګی بیا یو څه اوښکو نیوی وی. خوښی خو د خوښی احساس یو څه مرور وو، دا چی مونږ پوره دولس کاله ددی ورځی راتلو ته انتظار کاږلی وو، چی دا ورځ به وینو او په خوښي به یی لمانځو، خو بر سيره ددی چی نن هغه ورځ رسیدلی وه باید خوښ شوی وی، خوښی مو لمانځلی وی خو داسی هیڅ نه وو د خوښی احساس له موږ مرور وو، مونږ ته یی اجازه نه راکوله، چی خوښ اوسو او خوښی مو په خوشحالی سره ولمانځو، زمونږ خوښی او اروزګانو ته د وطن سقوط د پای ټکی کیښودو. اوس یوازی دمره وو چی ژوندی وو او هغه هم نه پوهیدو چی تر څو به اوسو ځکه حالات داسی وو، چی هیڅ نه ویل کیدل چی څه به پیښیږی اوس لپاره مو د ژوند نه د ښي ورځی تمه نه لرله، دمخالفی ډالی راتګ که څه د وحشت ډک وو او ټول یی ویرولی وو خو بیا هم په خولی ټول غلی وو هیڅ به یی نه ویل ځکه نه یی غوښتل چی داسی څه ووایی چی د ژوند ته یی د پای ټکی کیښودل شی د چا چی زړه نه وو خپلی کډی یی بار کړی او د وطنه یی خپی سپکی کړی، او نور پاتی هغه کسان شو چی بس خپل ګوزران یی کوو او خپلی شپی یی سبا کولی دوی ټولو کی مونږ هم راتلو، د نور نه زیات مونږ خاموشه وو ځکه یوازی وو پلار مو نه وو هغه د اولادونو ساتلو لپاره وطن پریښی وو. لا دی نه نور څه یی نه شو کولی مونږ ټول یی اوس لپاره مشر تره ته سپارلی وو، تره می هم خپل کور او کلی پریخی وو لا جنګونو یی پنا مونږ ته راوړی دی خبری می د پلار زړه لږ څه ډاډه کړی وو، ځکه د ځان پر ځای یی ورور شتون یی زړه ډاډه کړی وو، خو کاکا می لا دی حالته خوښ نه وو. د کلی سړی وو په ښار کی ګزاره نه شوه کولی خو اوس مجبور وو چی کابل کی له مونږ سره پاتی شی. ځکه ده یوی خوا د کلی اوضه ښه نه وه او د بلی خوا مونږ یوازی یو، ورور او خپلی کورنی اړ کړی وو، چی پاتی شی، دا دمحالغي ډالی راتګ د لومړی دوری خبره ده، چی کله په دولسم ټولګی کی وم او خپلی زده کړو کی بوخت وم، چی دوی په ټول افغانستان خپله واکمنی ترلاسه کړه په لومړیو کی یی په زده کړو کی څه ونه ویل، خو د خلکو ویره دومره ډیره وه، چی د مکتبونو یی خپل اولادونه مخه وګرځوله او په بیله بیلو چارو یی مصروفه کړل، خو دا چی زما ورستی کال وو او ډیر وخت نه وو راته پاتی دومره می وکړل چی مکتب خلاص کړم، نن می د مکتب وروستی ورځ وه، ددی پس نور دی ځای ته نه راتلم نه می دا ځای بیا لیدو، نه پوهیدم چی خوښ شم او که خفګان وکړم، زما په څیر د ټولو زړونو کی همدا پوښنته وه چی زمونږ اینده به څه وی؟
ددی وروسته باید نور څه وکړو پلار می هم دی خبری اندیښمن کړی وو. چی ګواګی نور به څه راپيښیږی او څه به کوو، ده دوی راتګ سره د وطن ډيری کډی د وطنه بار شوی، خلک مسافری ته اړ شو او په چم ګاونډ هیوادونو تقیسم شو، پلار می هم دی ته فکر وړی وو، که چیری حالت نور هم کړکیچن شی نو څه به کوو؟
خپله نه وو خو د زړه څانګی یی زمونږ اندیښنو راځړولی وی او دا څانګی ورځ تر بلی نوری راځړیدی او مړاوی کیدی، د اوسنی اثر په څیر تلیفونه نه وو چی احوال مو واخلی بس چی کله به څوک خپل وطن ته راستنیدو نو د زړه حاله به یی ده خط د لاری خبر کړو، خو بیا هم دا هغه وخت وو چی وطن ته چا زړه هم نه ښه کوو، وطن ته د راتګ لاری تړل شوی وی، که چا غوښتل وطن ته راشی نو اړ وو چی ګاونډی هیواد ته ولاړ شی او د هغی ځای د ځورولو راتیر شی بیا دی د خپل وطن دیدن وکړی دی کار ته چا زړه ډیر نه ښه کوو، ځکه نه یی غوښتل چی ځان د پردیو له خوا سپک کړی او بیا دی د وطن دیدن وکړی خو ددی هری سختی وروسته بیا هم دومره خبریدو چی پلار می وایی مسافری کی ستاسو غم نور هم ورخطا کړی یم . د پلار خبره می پر ځای هم وه. زه چی په خپل وطن داسی ورخطا وم. هغه خو له لری وو، لاس یی تر مونږ نه رارسیدو او نه یی څه کولی شو، هغه خوارکی خو د وطن غیریبی او له چاری مخکی اړ کړی وو، چی د وطنه مخه ښه واخلی او د عربو مزدور شی، خو زمونږ بدبخته وطن پر مونږ دا هم ونه لوریدل چی په دی کی هم خوښ اوسو او ارامه ژوند وکړو، زما فکرونه همداسی پراخیدل او په مغز یی راته اغیزه کوله خو پام به می د ټولګیوالو خبرو رامات کړو، هغوی خوارکیان بیا هم لګیا وو، چی دغه ورځ یو څه ځانګړی کړی او د شته خفګانه رابهر شی. ما یی د لری ننداره کوله پام می وکړو ځینی لګیا وو په جامو یی د ټولګیولو لاس لیکونه اخیستل خو چا بیا یو بل ته د لاسونو نښی ورکولی چی یارګار په صفت یی له ځان سره وساتی، که کله یی راخلی نو دا به یاد کړی، زه له دی ټولو لری وم شاید د نورو په څیر زړه خدای ماته نه وو راکړی، ما په خفګان کی خوښی نشوه موندلی، همدی خاطره خو زه یوازی د ټولو لری ناست وم، یو رقم بی حسه وم، په زړه می ارامی خوره وه، ډیری خبری می زړه ته راتلی.