د عشق دردونه دي ګالمه خو څه نه وایمه.
ځان په ژوندیو کې شمیرمه خو څه نه وایمه.
لا به تر څو دا ستا د هجر په لمبو سوځیږم.
وخت په خوښیو تیرومه خو څه نه وایمه.
دا ستا نیمګړي ارمانونه مي هر وخت ژړوي.
په خاموشۍ ژوند تیرومه خو څه نه وایمه.
ستا محبت کړمه بیمار په زیارتو ګرځمه.
ځان په عشاقو ګډومه خو څه نه وایمه.
ځار مي کړه یاره زنده ګي په محبت کې دا ستا.
اوس دي تصویر ته پټ ژاړمه خو څه نه وایمه.
زه(افضلي) دي د بیلتون له زوره څه خبر وم.
ستا دیدنونه به کومه خو څه نه وایمه.