ناست يمه تنها بس ستا يادونه مې ملګرې دې
یاره ستا راپاتې تصویرونه مې ملګرې دې
وېستم له ژوند څخه له ځانه نادرک يمه
ډير مې زوروې دزړه دردونه مې ملګرې دې
جوړ راڅه ملنګ شولو پر قبر دې اوس ناست يمه
شاوخوا چې ګورم زيارتونه مې ملګرې دې
توي کړم باندې اوښکې چي راياد مې تير وختونه شې
ستا دحجرې خړ کتابونه مې ملګرې دې
پاتې دې يادګار دي او له زړه به يي ونه باسم
ستا له ياده ډک مازدېګرونه مې ملګرې دې
وليکه (عاکف)ده زړه له درده څخه څو اشعار
لاس کې مې کاغذ څو قلمونه مې ملګرې دې
👇👇👇👇
@Ahakifharawi
یاره ستا راپاتې تصویرونه مې ملګرې دې
وېستم له ژوند څخه له ځانه نادرک يمه
ډير مې زوروې دزړه دردونه مې ملګرې دې
جوړ راڅه ملنګ شولو پر قبر دې اوس ناست يمه
شاوخوا چې ګورم زيارتونه مې ملګرې دې
توي کړم باندې اوښکې چي راياد مې تير وختونه شې
ستا دحجرې خړ کتابونه مې ملګرې دې
پاتې دې يادګار دي او له زړه به يي ونه باسم
ستا له ياده ډک مازدېګرونه مې ملګرې دې
وليکه (عاکف)ده زړه له درده څخه څو اشعار
لاس کې مې کاغذ څو قلمونه مې ملګرې دې
👇👇👇👇
@Ahakifharawi