د کندهار امنیتي مسولین وايي، د سپین بولدک ولسوالۍ د بیا نیولو عملیات یې پیل کړي او نن سهار سرحدي ځواکونه بیرته ولسوالۍ ته ننوتلی.
ویل کیږي، چي دغه عملیات د څلورم سرحدي کنډک د قوماندان سید شریف سرطیب او د لومړي کنډک د قوماندان ایوب کاکۍ په رهبري پیل سوي.
په رسمي توګه امنیتي مسولینو څه نه دي ویلي، خو د کندهار مخکني امنیه قوماندان پر فیسبوک لیکلي، چي ملګري یې سپین بولدک ولسوالۍ ته له کودتاه کوونکو سره حساب تللي.
وسله والو طالبانو ویلي، چي سپین بولدک ولسوالۍ د دوی کنترول کي ده او وضعیت عادي دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، چي سپین بولدک ولسوالۍ کي د بېړني امنیتي وضعیت په خاطر د وېش دروازه د موقت وخت لپاره د سوداګرو او تګ راتګ پر مخ بنده ده.