(شین خالۍ)
په څِیر مو د يعقوب درپسې کړي دي سلګۍ
يو ځل راشه تر چمه مو نیازبینې ازادۍ
هم ته شوې کِبرجنه په خپل حسن یوسفي
چې ځان دې سنګار کړی دی مغرورې ناوکۍ
ته وایه چي په مَهر کي دې څومره ځوانۍ ځار شوې
چی هیڅ کړاې نشو خیال کي تَصور يې ګلالۍ
فرهاد او د مجنون غوندي لوګی شوو ستا لپاره
خپل سر او مال مو ځار کړله حسینې زندګۍ
نور بس کړه راپخلا شه نور مو ونیسه په غيږه کې
چي حس کړو د لونګو خوشبویي دې شین خالۍ
له ډیرو مودو ورکه وې هم ستړې غوندی ښکارې
نور دمه شه لمنه د هیواد کې خپلواکۍ
اِیله به نو روستې ارمان پوره د حقاني شې
هم زیری به پرې وشي هم د مینې شیرنۍ
حقاني جانان
#البدري بصري څانګه
https://t.me/AlbadrAdari12
په څِیر مو د يعقوب درپسې کړي دي سلګۍ
يو ځل راشه تر چمه مو نیازبینې ازادۍ
هم ته شوې کِبرجنه په خپل حسن یوسفي
چې ځان دې سنګار کړی دی مغرورې ناوکۍ
ته وایه چي په مَهر کي دې څومره ځوانۍ ځار شوې
چی هیڅ کړاې نشو خیال کي تَصور يې ګلالۍ
فرهاد او د مجنون غوندي لوګی شوو ستا لپاره
خپل سر او مال مو ځار کړله حسینې زندګۍ
نور بس کړه راپخلا شه نور مو ونیسه په غيږه کې
چي حس کړو د لونګو خوشبویي دې شین خالۍ
له ډیرو مودو ورکه وې هم ستړې غوندی ښکارې
نور دمه شه لمنه د هیواد کې خپلواکۍ
اِیله به نو روستې ارمان پوره د حقاني شې
هم زیری به پرې وشي هم د مینې شیرنۍ
حقاني جانان
#البدري بصري څانګه
https://t.me/AlbadrAdari12