غزل
ـــــــــــــــــــــ علي حسان مومند ــــــــــــــ
په پاکه مینه کې تورونه په جانان نه منم
د عشق په لاره کې جنون ته مې تاوان نه منم
د کونړونو د دې دنګو دنګو غرونو احسان
په ځان منم خو د انسان احسان په ځان نه منم
دومره یې ورټلم دومره بد ګمانه وو چې
ویل یې زه دې اوس د چا غوندې یاران نه منم
د ابراهیم غوندې مې ایښې ده انګار ته غاړه
د بت پرستو خلکو دومره ډېر خدایان نه منم
د تورو سترګو غټ باڼه له کمان وتي غشي
داسې دي داسې په رښتیا د چا خفګان نه منم
د جومات کونج کې په سجده پروت د ريا عبادت
هم دې شیخي پیره او هم دې مریدان نه منم
که ورته وایم د زړه حال کیسه ترې جوړه نکړي
زه مې په مینه کې ځانګړي رقیبان نه منم
حسان مومند لوړو ژَوَرُو کې بلد یم د ژوند
نور دا یاران مې په لستوڼي کې ماران نه منم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
25 ـ 6 ـ 2020

له مونږ سره ملګري شئ↙️
╭•┅═❁✿✿❁═┅•╮
@AliHassanMM
╰•┅═❁✿✿❁═┅•╯