غزل
ـــــــــــــــــــــ علي حسان مومند ــــــــــــــ
سرې له انتظار سترګې راواړوه راغلی یم
ډکې له غبار سترګې راواړوه راغلی یم
تاپسې مې کړي ډېر مزلونه شهادته دي
نورې په تلوار سترګې راواړوه راغلی یم
د هجر مازیګر نور سر خوړلی غم دې لرې کړه
راشه کنه یار سترګې راواړوه راغلی یم
وتړه پګړۍ له سر دې بیا د جنګ امام شه ته
هله د انګار سترګې راواړوه راغلی یم
غیږه رانه تاو کړه او په مینه باندې ښکل مې کړه
مورې په کرار سترګې راواړوه راغلی یم
ستا د ماتو هیلو غوټۍ ګل شولې راوخانده
وکړه نور سینګار سترګې راواړوه راغلی یم
اوس مې د ځوانۍ بهار زنګ کړی دی بدل یمه
نه یمه د کار سترګې راواړوه راغلی یم
وکړه په حسان مومند ګزار د عقابي نظر
څو ځلې بار بار سترګې راواړوه راغلی یم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـ28-6-2020ـ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له مونږ سره ملګري شئ↙️
╭•┅═❁✿✿❁═┅•╮
@AliHassanMM
╰•┅═❁✿✿❁═┅•╯