غـــــــــــــزل!
چې یوځل ووزي دسپینکۍخولې له کمانه غشي
بیا ایستل کیږي نه له مات زړه په اسانه غشي
دې مهربان څیښتن فرعون هم ناهیلی نه کړ
په وینو سور به ورته راغی له اسمانه غشی
ښه دا به ومنم چې تا خپله شهید نه کړمه
ښه نو تا چېرته ګرزولی دي لما نه غشی؟
ده رب حکمت وو یوسفي ښکلا زندان وخوړه
یعقوبي زړه ته برابر شو له کنعانه غشی
عجیبه کار وو ښکلاګانو په چړو وهلم
پر خوار وجود باندي مې ښخ شو له رڼانه غشی
پرخپل تنکي وجود زندان،زخم او هرڅه منم
پرتا لیدلی نه شم زار سپینه قرآنه غشی
(ایاس)دي پېژني ږغېږه مه په قاف او په لام
بدبخته پټ دې دي د هر لفظ له شانه غشي
عزیزالرحمن ایاس
1399/10/09
6:35pm
@Ayas_Aziz
چې یوځل ووزي دسپینکۍخولې له کمانه غشي
بیا ایستل کیږي نه له مات زړه په اسانه غشي
دې مهربان څیښتن فرعون هم ناهیلی نه کړ
په وینو سور به ورته راغی له اسمانه غشی
ښه دا به ومنم چې تا خپله شهید نه کړمه
ښه نو تا چېرته ګرزولی دي لما نه غشی؟
ده رب حکمت وو یوسفي ښکلا زندان وخوړه
یعقوبي زړه ته برابر شو له کنعانه غشی
عجیبه کار وو ښکلاګانو په چړو وهلم
پر خوار وجود باندي مې ښخ شو له رڼانه غشی
پرخپل تنکي وجود زندان،زخم او هرڅه منم
پرتا لیدلی نه شم زار سپینه قرآنه غشی
(ایاس)دي پېژني ږغېږه مه په قاف او په لام
بدبخته پټ دې دي د هر لفظ له شانه غشي
عزیزالرحمن ایاس
1399/10/09
6:35pm
@Ayas_Aziz