د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور بلخ ولایت ته سفر وکړ.
دوی په دې ولایت کې د سرپل، سمنګان او بلخ له واليانو، د جوزجان له مرستیال والي، په یادو ولایتونو کې د کانونو له رییسانو او د ۲۰۹ الفتح قول اردو له مسول سره لیدنه وکړه او د کانونو د را ایستلو، لېږد او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې یې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
ښاغلي ملا برادر ویلي، چې کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده او د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په تأمین کې پوره هڅه وکړئ.
دغه راز امنیتي مسئولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې په اړوندو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هېڅوک پرې نه ږدي چې د هېواد د راپورته کېدلو لپاره کېدونکې هلې ځلې اخلال کړي.
بي بي سي پښتو رسمي چينل👇
https://t.me/BBC_Pashto_News