نن به درته د وینې په باره کې یو څه ولیکم.
وینه: وینه یو ارتباطی یا منضم نسج دی چی دانسان ژوند ورسره تړلی دی.
وینه دبدن ۷---۸ سلنه وزن تشکیلوی دیوه بالغ او روغ انسان وینه د ۴--۵ لیترو پورې موجوده وي، وینه له دوه مهمو برخو څخه جوړه شوې ده، چی پلازما او حجرات ورته ویل کیږي
۱-- پلازما: پلازما دوینې مایع برخه ده چی اوبلن زیړ رنګ لری او دوینې ټول حجرات په کې څرخيږی، پلازما ۵۵% سلنه دوینې برخه جوړه وي، او دپروټینونو، او نورو اړینو موادو لکه الکترولایتونو، هارمونونو، ویټامینونو ، اوبو، انزایمونو او داسې نورو مواد څخه جوړه شوی ده.
پلاز ما ۹۰.۵ سلنه له اوبو څخه او ۸ %سلنه له پروتینونو څخه او ۲ % سلنه یی بیا له نورو عضوی او غیر عضوی موادو څخه منځ ته راغلې ده، دپلازما پروتین له البومین، ایمونو ګلبولین او فیبرینوجن څخه عبارت دې، خو له دې پروټینونو څخه البومین لوی او قدرت مند او دلوی خاندان له ډلې څخه شمیرل کیږی، البومین دوینې داسموتیک فشار نورمال او متعادل ساتی، تول هارمونونه ، انزایمونه، ویټامینونه او داسې نورو موادو دانتقال پروسه پرمخ بیایی ایمونوګلوبولین یا انټی باډي هم یو بل نوع دپلازما پروټین دي چې دبدن دمعافیت په برخه کې او دوینې دګروپ دمالومولو لپاره پکار وړل کیږی، فیبرینو جن هم دپلازما هغه پروټین دي چی دزخم دجوړلو لپاره مهم او اړین دی اول فیبرنوجن په فیبرین باندی بدلیږی اوبیا دوینې د لخته کولو قدرت پیداکوی، کله چې دبدن کومه برخه زخم شي نو فورا دپلتلیت او دفیبرنوجن د پروټین په کمک سره دزخم نه دوینې دخون ریزی دمنع کولو کې مهم رول لوبوي.
۲--دوینې جامده برخه یا حجرات:
حجرات دوینې جامده برخه ده چی په داخل دپلازما کې لامبو وهي، په دې برخه کې دری ډوله حجرات شتون لري.
۱- سره کریوات، ۲سپین کریوات، ۳ ترمبوسایت یا پلاتلیت.
.۱-- سره کریوات RBC:
سره کریوات یا سرې حجرې دوینې هغه کریوات دی چی سور رنګ لری او وظیفه یی دسږو څخه اوکیسجن اخلی او ټولو انساجو ته یی لیږدوی، او بیا بیرته له انساجو څخه کاربن ډای اکساید را اخلی او سږو ته یی راوړي او سږی یی بیا دتنفس له لاری دباندی اوباسي .
دسرو نارملو حجرو حجم د ۷--۸ مایکرون پورې دی، چې دې حالت ته نارمو سایت هم ویل کیږی، که یی اندازه له دې کوچنی شي نو دې حالت ته میکروسایت ویل کیږی او که یی اندازه له نارمل حجم څخه زیاته شي دې حالت ته ماکروسایت ویل کیږي.
دسرو حجرو شکل مقعر الطرفین دی چی دمابین دواړه طرفونه یی نازک او باریک وی، هسته نه لری او ۱۲۰ ورځی عمر لري، سری حجرې په یوه ملی لیتر وینه کې د ۴ ---- ۵،۵ ملیونه وی چی دغه تعداد یی په نارمل او بالغ انسان کی تثبیت شوی او البته په ماشومانو او زنانه وو کی یو څه توبیر پیداکوی.
دوینی سپین کرویات( WBC) :
دوينې سپين کرويات هغه حجرې دي چي دهډوکو مغز يا Bonemarrow کې د يوې مورنۍ حجرې ياStem Cell څخه منشا اخلي او له څو ورځو وروسته کله چې دبلوغ مرحله په بن ميرو کې تيره کړي وروسته دويني دوران ته ننوځي .
سپين کرويات په دفاعي برخه کې رغنده رول لوبوي
داحجري دوي برخې لري چي عبارت دي له .......
1- ګرانولوسيت یا Granolocyte
2-اگرانولوسیت را Agranolocyte
گرانولوسیتونه هغه حجرو ته وایی چی دسایتوپلاسم برخه کې يي واړه واړه ګرانولونه يا وړې وړې دانې د2- -4هستې هم شتون ولري .
او اګرانولوسيت هغه حجروته وايي چي سايتوپلاسم يې ګرانولونه يا وړې وړې دانې نه لري خو هسته پکې يوه دانه موجوده وي .
ګرانولوسيت حجري عبارت دي له ....
نوتروفيل , ايزونوفيل , بازوفيل
اګرانولوسيت حجرې عبارت دي له .....
لمفوسيت , مونوسيت .
نوتروفيل , ايزونوفيل , بازوفيل، مونوسيت او دلمفوسيت کمې حجرې بن ميرو کې جوړيږي او
هملته انکشاف کوي .
دلمفوسيتونو ډيره برخه اوپلازماسل په لمفاوي نسجونو کي جوړيږي او انکشاف کوي .
نوتروفیل ,ايزونوفيل , بازوفيل دګرانولوسيت دسلسلې اخرنۍ او بالغې حجرې دي ,چې په نارمل ډول دوينې جريان کې څرخي او په دوه ډولونو دوينې جريان کې موجوې وي .
1-باند شکل لکه د آس نعلې غوندي وي 2 - سګمنت شکل 5--3 پوري هستې يو په بل نښتې وي
نوتوفيل Neutrophil : بالغ نوتروفيلونه 70--60 سلنه د وينې جريان کې وي , 15--12 پورې قطر لري او په 5--3 پوري هستې لري خو معمولا دری هستې يو په بل نښتې له ځان سره لري چې ورته سګمنت نوتروفيل وايي.
نابالغ نوتروفيلونه چې کله تازه دوينې جريان ته ولويږي هسته يې دباند شکل غوره کوي , دباند ډيروالی
په بدن کې دميکروبونو ډيروالي له امله منځ ته راځي
هغه نوتروفيلونه چې 5 هستې لري دهايپر سګمنت را Hyper Sigmented په نامه یادیږي چی دی ته زاړه نوتروفيلونه هم وايي.
نوتروفيلونه ډيره کمه موده ژوند لري چې 7---6 ساعتونه د وينې دوران کې تيروي او زياته برخه دعمر يې 5---4 ورځې په نسجونوکې تيروي , چې دې وخت کې