#غزل
زړه ته مې راشه دجانان تصویره
اوښکې مې واخله دګریوان تصویره
یو څه خو ووایه خاموش ولې یې
په زړه مې درد راځي حفګان تصویره
راسره مل به یې دژوند تر پایه
بېل به دې نه کړمه قربان تصویره
ستا دشلیدلي ګریوانه انځور ته
خوښ یم خوشال ساتم خپل ځان تصویره
څه تنهایي وه توره شپه راعلله
ستا په کتو نه شوم ستومان تصویره
ټینګ به دې ونیسم پرېږدم به دې نه
په تا خو زړه ساتم ودان تصویره
ستا په سپیڅلو تړمو اوښکو لیکم
دژوندانه هر یو ارمان تصویره
سترګو کې نم شونډې دې وچې ښکاري
لکه زخمي افغانستان تصویره
مرمه بې تا زړه مې سُکون نه اخلي
اخ ښکلومه دې چیشمان تصویره
دردمن ته مه ګوره رنځور دی په زړه
ته مې دژوند یې لوي دستان تصویره
#دردمن_خوستوال
زړه ته مې راشه دجانان تصویره
اوښکې مې واخله دګریوان تصویره
یو څه خو ووایه خاموش ولې یې
په زړه مې درد راځي حفګان تصویره
راسره مل به یې دژوند تر پایه
بېل به دې نه کړمه قربان تصویره
ستا دشلیدلي ګریوانه انځور ته
خوښ یم خوشال ساتم خپل ځان تصویره
څه تنهایي وه توره شپه راعلله
ستا په کتو نه شوم ستومان تصویره
ټینګ به دې ونیسم پرېږدم به دې نه
په تا خو زړه ساتم ودان تصویره
ستا په سپیڅلو تړمو اوښکو لیکم
دژوندانه هر یو ارمان تصویره
سترګو کې نم شونډې دې وچې ښکاري
لکه زخمي افغانستان تصویره
مرمه بې تا زړه مې سُکون نه اخلي
اخ ښکلومه دې چیشمان تصویره
دردمن ته مه ګوره رنځور دی په زړه
ته مې دژوند یې لوي دستان تصویره
#دردمن_خوستوال