نعت شریف
خاوري د قـــدم دي زه تـه دحُـسن بل جهان
تندي ته د عشق مي یې یاره په شیبو باران
کاڼی مي سینه کي دی ستا په یاد اوبه اوبه
ستا په نوم پوره شولو یاره زما نیمګړی ځان
نه دي کوم راڼه ستوري نه ده په آسمان ځلا
دا چي کړي رڼا رسا زما په اوښکو لوند ګریوان
درد دي دهجران لرې څۀ بل شان خواږه خواږه
ستا وصل به څنګه وي دغــې کیف ته یم حیران
ستا بې محبته څه، زړه څه دی، نِـګاه څه ده
ستا پــه محبت ودان بې له تا تاوان تاوان
کیـــف لــرې غزل غوندي ډک له محبته یې
ته مي قافیه دزړه ته مي یې ردیف دیوان
تا باندي دزړونو شپول ته یې دښُکلا سمبول
ته یې مو یې درمل دزړو ته مو یې درمان جانان