خیر الآنام
پر هغــــه ښکلي دی د حُـسن حـد تمام
درُودونـه دې همیش وي او سلام مدام
دی خوږ یې دخوږ نوم د وِرد خوږ ترنم
خیـــرالبـشر خیــــرالامـم خیـــــرالانام
اې زړۀ تـه وا تمثـیل بې دښکلا څه وي؟
چې حد بې دښایـست بې انتها څه وي؟
موصــــوف پــه رحـــمةَ للعالمین باندې
صفت بـه یې و مخ ته د بل چا څـه وي
سـتاینې ته د حـسن یې شي عقل خام
ناقصـه شي، عاجزه شي، او شي ناکام
زموږ زړونــه یې په مینه کې فنا ښه دي
په عشق کې د معشوق سم مبتلا ښه دي
ټول نذر پر ناموس دمصطفی ص ښه دي
له هــــر غـــم او تهمتــه بې پـروا ښه دي
د اور پـــــه حاشیــــو کې لټـــــــوو آرام
پر ځــان وړو د هغـه میـنه کې هــر اِلزام
یثـــرب یې پـــه راتللو مـدینـــــه شوله
د رب د رحمتـــــو بـله ډیــــوه شــــوله
یو زیری د خلاصون شو ټـول امـت لره
دنیا یې په بعثت څومره ښایسته شوله
د ټولو انبـــــیاؤو منـــــتــــخب امـــام
نازل شو پرې د ستر څښتن معجِز کلام
آرمان یـې له مــودو لرم که شـم واصِـل
نصیب که راته کړي ددیدار کیف حاصِل
هو ډېر یـم بخــــتور چې امـتي یې یـم
خو دومـره نه چې شم یې دوصال قابل
طهٰ یٰـسیــن مبــــین دی لــري لوړ مـقام
ساقي دی د کوثــــر د هـغه ښکلي جام
سپین څرک شو بشریت ته دسپېڅلي نور
تیـارو تــــه د نــړۍ شـــو د رڼا انـــځور
اُمید د سختي ورځي مو دی خوږ جانان
درمل دی هغه زما د خـوږمن زړۀ رنـځور
شو ژونـد ته د خوښیــو او ښکلا پیــغام
ای کاش وای د حبیب ص د ښکلي در غلام
پر هغــــه ښکلي دی د حُـسن حـد تمام
درُودونـه دې همیش وي او سلام مدام
دی خوږ یې دخوږ نوم د وِرد خوږ ترنم
خیـــرالبـشر خیــــرالامـم خیـــــرالانام
اې زړۀ تـه وا تمثـیل بې دښکلا څه وي؟
چې حد بې دښایـست بې انتها څه وي؟
موصــــوف پــه رحـــمةَ للعالمین باندې
صفت بـه یې و مخ ته د بل چا څـه وي
سـتاینې ته د حـسن یې شي عقل خام
ناقصـه شي، عاجزه شي، او شي ناکام
زموږ زړونــه یې په مینه کې فنا ښه دي
په عشق کې د معشوق سم مبتلا ښه دي
ټول نذر پر ناموس دمصطفی ص ښه دي
له هــــر غـــم او تهمتــه بې پـروا ښه دي
د اور پـــــه حاشیــــو کې لټـــــــوو آرام
پر ځــان وړو د هغـه میـنه کې هــر اِلزام
یثـــرب یې پـــه راتللو مـدینـــــه شوله
د رب د رحمتـــــو بـله ډیــــوه شــــوله
یو زیری د خلاصون شو ټـول امـت لره
دنیا یې په بعثت څومره ښایسته شوله
د ټولو انبـــــیاؤو منـــــتــــخب امـــام
نازل شو پرې د ستر څښتن معجِز کلام
آرمان یـې له مــودو لرم که شـم واصِـل
نصیب که راته کړي ددیدار کیف حاصِل
هو ډېر یـم بخــــتور چې امـتي یې یـم
خو دومـره نه چې شم یې دوصال قابل
طهٰ یٰـسیــن مبــــین دی لــري لوړ مـقام
ساقي دی د کوثــــر د هـغه ښکلي جام
سپین څرک شو بشریت ته دسپېڅلي نور
تیـارو تــــه د نــړۍ شـــو د رڼا انـــځور
اُمید د سختي ورځي مو دی خوږ جانان
درمل دی هغه زما د خـوږمن زړۀ رنـځور
شو ژونـد ته د خوښیــو او ښکلا پیــغام
ای کاش وای د حبیب ص د ښکلي در غلام