ديادونو𓁋باران⛆


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


خوژو ګډونوالو په دی چینل کی به تاسو ته د مینی خبری، شعرونه، ستړی ژوند، همدا رنګه دشعرونو مطابق شیان نشر کیږی ~مننه~

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri




دواتساف لینک درسره واخلی☝


*دیادونو باران اول ګروف👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻*

*https://chat.whatsapp.com/JbyQ9GjaZxO7F83cCif42h*

*دیادونو باران دوهم ګروف 👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻*

*https://chat.whatsapp.com/KqUuZFW7ADQClJVsawY7WG*

*دیادونو باران دریم ګروف👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻*

*https://chat.whatsapp.com/CL46Zzix7PB3h5F4YV7wxE*


*سیرت النبی صلی الله علیه وسلم* 👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻

*https://chat.whatsapp.com/LhTTNDl3hHw0eYe0hXgBzw*

*رښتني ملګرتیا👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻*

*https://chat.whatsapp.com/FzCmBazQxQpG3Urdw8Oc9E*


*تلګرام دیادونو باران👇🏻👇🏻👇🏻👇🏻*

*https://t.me/DayadonoBaran*


*ستا سی کشر ورور باران اشنا*
*ℬ𝒶𝓇𝒶𝓃 𝒜𝓈𝒽𝓃𝒶*






ته پوهېږې
ما به په ډيرو ښايسته قلمونو
ته خپل په زړه باندي نقش کړی وای
او
د نړۍ په ټولو ژبو او لهجو به ستا ژباړه
شوې وای
که ته چېرته نظم / شعر وای
نو ......


╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


وءيل يې : په نړۍ کې
رقم په رقم موسيقي موجودي دي
غربي موسيقي ,شرقي موسيقي
رنګا رنګ
خو
ستا د آواز موسيقي د نړۍ د ټولو
موسيقي سر فهرست ده
ځکه
ستا د غږ د ښايست په اورېدو
يو مورنۍ ګونګۍ په خبرو راځې


╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


خياله
که ته حقيقت نشوې
نو
د ډېرو خلګو زړه به د خيالي نړۍ نه تور شي
ډېر زړونه به د مينې د نوم نه بیزاره سي
ډېري هيلې به ورژيږي
ډېر اميدونه به مات شي
ډېر خلګ به تصوري ليکنې پريږدي
او د هر څه د ختمېدو سره به زه هم ختمېږم
که ته حقيقت نشوې
نو
د ښار ټول سړکونه به ماته پېغور راکوي
کوم چې ما ستا سره د تللو خيالات په ليدلې دي
که ته حقيقت نشوې
نو
پسرلې به د خزان / مني په څېر سي
د پسرلي ګلان به ټولو زما نه مرور شي
د کومو ګلانو سره چې ما ستا زمزمې کوالاې
که ته حقيقت نشوې
نو
د کومو وني لاندي چې زه کيناستم او ستا خبري به
مې کوالې ورسره نو هغه پخوانۍ وني به مايوسه سې
او نوي وني به د ښورېدو او نڅا شباب پرېږدي
که ته حقيقت نشوې
نو
هغه مرغان چې مدام ستا د راتلو زېری کوي
هغوی به نااميده سي او خپل زيري به ورته دروغجني
ثابتي شي
که ته حقيقت نشوې
نو ...........


╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


که چا ته خپل د مينې
نه پرته بل څوک ښايسته ښکاره شي
نو
هغه د هغې نا چلي پېسې په څېر دی
چې په دوکې سره خو د خوښي په مارکيټ
کې چلېدالای شي
خو
د مينې په مارکيټ کې يې چلېدل
نه قابله دی
ځکه
د مينې معيار دی
څوک چې ريښتينې مينه کوي بيا نو هغه
انسان ورته د نړۍ تر ټولو انسانانو ښايسته
ښکاري
او چېرته چې دا معيار له منځه ولاړ سې
نو مينه له منځه ځي او اصلن اول نه مينه موجوده
نه وه


╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


"ستا
د زړه په درمند
رغړېدلي څو مرۍ
هغه چې ته یې پييلی نه شې
هغه چې ته یې ساتلی نه شې
هغه چې ته یې په باد سپارلی نه شې
هغه ټولې زما د خيال له شکېدلي هاره درتوی شوې
زما د خيال مرۍ خو بېرته را."


╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


ټول به ده روغتون په دروازه ڪې وي
مابه ستر ګي پټې وې او مړ بـــه يــم

╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


غـــــــربت
هو؛هغې هم
د نورو په خوله
په نالیدلي بڼه
د ژوند په سختو حالاتو
او د غربت په دام کې
یوازې پرېښودم
هو؛
زما د پرېښودلو
راز مالوم وه
ژمنه یې پخه وه
باور مې دا وه چې
هر څه به شم شي
خو کله چې
له حقیقته خبره شوه
دا نو هغه وخت وه چې
ما د غربت
او د ټولنې د نادودو
له اړخه
خپل کلی پرېښی وه
په کیلو مټره لرې
بل هېواد ته تللی وم
تر څو له غربت څخه
ځان خلاص کړم
او د هغې
غوښتنې پوره کړم
درې کاله وروسته
کله چې
خپل هېواد ته راستون شوم
زما پر وړاندې د ټولنې درناوی
د مشرانو او ځوانانو باور
د خانۍ انداز
او د کورنۍ د غړو پوره مینې
ډېر متاثره کړی وم
هر څه د پیسو په مقابل کې
بدل شول
زما هڅه
د خپلې مینې تر لاسه کول وه
خو د غربت په جال کې
بندو در وازو
هغې ته د رسېدلو اجازه را نه کړه
هغې په ټولو کړو ژمنو پښه اېښې وه
زما پر وړاندې یې
د مینې پر ځای
په زړه کې
نفرتونو ټوپونه وهل
اوس نو ورته زما مینه
یو عبس کار ښکارېده
هغه ځکه چې
اوس هغه
له ورانې جونګړې
او سپيره کلي وتلې وه
د ښار په دنګو محلونو کې یې
د بل په خوښه
د ژوند ورځې شپې سبا کولي
نه پوهیږم چې
هغې لیونۍ به
د کومې سختې اړتیا له مخې
د بل سره د ښار ژوند ته
زړه ښه کړی وي
خدای ج خبر چې
زه به یې په یاد یم او کنه
غربته
له تا مې ډېره کیله وشوه
نه غواړم چې
له دې وروسته
د بایللي مینې په دریاب کې
ځان غرق کړم
زه هم انسان یم
د ژوند کولو حق لرم
تېر یادونه به دې هېر کړم
ټولې د لاس نښې دې سوزوم
خو یوازې
هغه ساده او کلیوال انځور دې
تر مرګه
د یوه تریخ حقیقت
دردمند یادګار
او د بل سره د مینې د نه تړون په خاطر
او په ژوند کې
د ترخې تجربې په موخه
له ځان سره ساتم
پای


╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮
✍️ ديادونو𓁋باران⛆ـ
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯



13 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

402

obunachilar
Kanal statistikasi