د معلوماتو سمندر dan repost
راځئ چې پښتو ياګانې زده کړو.
په پښتو ژبه کې مونږ پنځه ياګانې لرو
1_( ى) عمومآ د مفرد نومونو لپاره استعماليږي.
مثالونه؛ سړى، ګړى، منګى، لرګى، کوچى، کوچنى او داسې نور...
____
2_ (ي) عموماً د جمعه نومونو لپاره استعماليږي.
لکه؛ دوه ګړي، درې سړي، اتيا منه لرګي،...
____
3_( ې) عموماً نه خو تر ډېره د سواليه جمعه جملو لپاره کارول کېږي.
لکه؛ آيا ډوډۍ خورې؟، ته څه کوې؟ څه اخلې؟، څه راوړې، دا يې د سواليه جملو مثالونه وو او باقي لکه، پاتې، مڼې، همدوانې، چې، لرې او داسې نور
_
4_ (ۍ) عمومآ د ښځينه نومونو لپاره کارول کېږي.
لکه؛ هيلۍ، جينۍ، شړۍ، مرمۍ، هوسۍ، ډوډۍ، ګولۍ او داسې نور.
_
5_ (ئ) دې ته امريه يې وايي.
عموماً د هغه جملو لپاره کارول کېږي چې امر پکې شوى وي.
لکه؛ استاذ وايي پارچې راوړئ، ډوډۍ وخورئ، کالي وکړئ، پلار زامنو ته وايي دا کار حتماً وکړئ او داسې نور..
هيله لرم چې سر مو پرې خلاص شي.
زاهد
@MaloMat_SaMaNdaR