ته دي دحسن په نامه اباد یی
زما دي مينه له تا نه کميږي
زه دي دخيال په ټال ټالونه وهم
له تا دي ګرانه هم دا نه کميږي
ته دي دحسن ښاپيري ياده شې
زه دي دحسن ترجمان يم نبي ص
ته دي عالم ته روښنايي ورکوی
زه دي ديوديد په ارمان یم نبي ص
ته ېې احد کي قمندان دميدان
له تادي نوم دغزا نه کميږي
ستاپه ديدن پسي رنځوريم اشنا
په ما چي دغه یو انعام وشي
که وي په خوب اوياپه ويښه ګله
زما دي همیش په تا سلام وشي
ته یی دبدر داصحابو سالار
په تا دي درودهم له ما نه کميږي
ستا ټول ګلونه صحابه يادوم
صديق عمر علي عثمان دمیني
په تا هزار درود جانان هاشمي
ته مي نوم اوهم نښان دمیني
تا بشارت چي دجنت ورکړلو
بخت دي زماله اشنانه کميږي
ته په خوبانوکي سرداریی نبي
ای محمد ای مصطفی قریشي
رب یی ستایلی په ياسين جانانه
حبيب الله وه مجتبی قريشي
ته چي کوثرباندي ساقي ولاړېې
بخت دي هغلته زما نه کميږي
دشفاعت دي اميدوار يم نبي
ته په ايب بلال هم رحم وکړه
په نيمه شپه درته درودنه ليږي
ته په غريب بلال هم رحم وکړه
چي له قلم یی نعتونه ووځي
دزړګي وينه دي بيا نه کميږي
زما دي مينه له تا نه کميږي
زه دي دخيال په ټال ټالونه وهم
له تا دي ګرانه هم دا نه کميږي
ته دي دحسن ښاپيري ياده شې
زه دي دحسن ترجمان يم نبي ص
ته دي عالم ته روښنايي ورکوی
زه دي ديوديد په ارمان یم نبي ص
ته ېې احد کي قمندان دميدان
له تادي نوم دغزا نه کميږي
ستاپه ديدن پسي رنځوريم اشنا
په ما چي دغه یو انعام وشي
که وي په خوب اوياپه ويښه ګله
زما دي همیش په تا سلام وشي
ته یی دبدر داصحابو سالار
په تا دي درودهم له ما نه کميږي
ستا ټول ګلونه صحابه يادوم
صديق عمر علي عثمان دمیني
په تا هزار درود جانان هاشمي
ته مي نوم اوهم نښان دمیني
تا بشارت چي دجنت ورکړلو
بخت دي زماله اشنانه کميږي
ته په خوبانوکي سرداریی نبي
ای محمد ای مصطفی قریشي
رب یی ستایلی په ياسين جانانه
حبيب الله وه مجتبی قريشي
ته چي کوثرباندي ساقي ولاړېې
بخت دي هغلته زما نه کميږي
دشفاعت دي اميدوار يم نبي
ته په ايب بلال هم رحم وکړه
په نيمه شپه درته درودنه ليږي
ته په غريب بلال هم رحم وکړه
چي له قلم یی نعتونه ووځي
دزړګي وينه دي بيا نه کميږي