د قافيې زيانونه؛
سميع وحدت
قافیه له کمالونو او ګټو سره- سره، د شعرونو جانبي موسیقي هم جوړوي. چې په شعر کې یې تر ټولو لوی کمال هم، همدا دی. په دې موسیقي کې د اوازونو تکرار راځي او کلمې شرنګېدلې کوي، په منظومو شعرونو کې قافیه تر هرڅه مهمه ده، د قافیې غلطي او یا د قافیې نشت تر هرڅه لومړی د لوستونکي او اورېدونکي توجه جلبوي. د قافيې غلطي پر غوږنو باندې ډېره پرېوځي، اورېدونکی دېته نه ګوري، چې شاعر پخپل نظم کې څه ویل غواړي، بلکې سمدستي په دې عقیده کېږي، چې شاعر د نظم په جوړولو نه پوهېږي؛ خو د شعر دا مهم توک ځینې زیانونه هم لري:
الف: ځینې شاعران د قافیې د کلمو د پيدا کولو په لټه کې وي، چې باید د شعر له نورو کلمو سره یې اهنګ برابر وي؛ نو ځینې داسې نااشنا او نادر لغتونه د قافیې په کلمو کې راوړي، چې د هغو کلمو استعمالول چې لوستونکی یې په معنا نه پوهېږي، د کلام فصاحت کموي او فصاحت او وضوح ته، چې صدمه ورسېږي، طبعا د کلام بلاغت او په مخاطب باندې تاثیر کولو ته هم صدمه رسېږي.
ب: بل لوی تاوان یې دا دی، چې ډېر ځله خیال او مفهوم د قافیې قرباني شوي او شاعر د خپلې تجربې د بیان په ځای د قافیې په وجه نور څه ویلي دي. مثلا که «خزان» د قافیې کلمه وي، همدې سره د بوستان، کلمه قافیه شوې، چې په بوستان کې بیا جانان ګرځېدلی او له جانان سره بیابان پیدا شوی دی…
ج: که له کوم شاعر سره د ویلو لهپاره ډېر څه وي؛ خو د قافیې ارونه ممکن ورته څه ستونزې پیدا کړي وي او هغه خپلې خبرې، چې څنګه باید شوې وای، نه یې دي کړې او د قافیې په کلمې یې خبره پایته رسولې.
د: داسې هم شوی دي، چې د قافیې کلمې په شاعر باندې ضد او نقیض مفهوم بیان کړی دی. مثلا د فارسي ژبې شاعر صایب، دوه بیتونه رااخلو، چې یوه کې صایب د فرهاد ځانوژنه د هغه د غیرت او شهامت له وجهې ګڼي او وایي:
فرهاد بد نکرد که خود را هلاک ساخت
عشق غیور بار شراکت نمي کشد
بل ځای بیا یې ځانوژنه د مېړانې له وجهې نه بولي او د غیرت له جوهر سره یې منافي ګڼي:
تیشه را بایست اول بر سر خسرو زدن
جوهر مردانه ګي در تېشهء فرهاد نیست
په دې بیتونو کې د شعر د مفهوم نقض کول د قافیې د کلمې له وجهې شوی دی، که د قافیې محدودیت نه وای؛ نو مفهوم به هغسې بیان شوی وای، څنګه چې شاعر غوښت.
#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab