👆👆👆👆👆🌹🌹👆👆👆👆👆
ـــ حيرانوکې ــــ
کله چې په برطانوي اشغال شوي هندي پوځ کې مسلمانو پوځيانو د عثماني خلافت په خلاف د جنګ کولو څخه انکار وکړ نو برطانوي ظالم اشغالګر حاکم مسلمان پوځيان په دى کار سره غداران وبلل ، ټول يې يو ديوال ته قطار ودرول او په ګوليو يې غلبيل غلبيل کړل .
دا د ( 1915 م ) کال درد ناکه کيسه ده ، کله چې په ( 27 / 1915 م ) د برطانوي پياده پوځ مشر کرنل مارټن نومې کس امر وکړ چې دا پوځي ټولى دى سينګا پور ته واستول شي ، کله چې د ټولي دننه مسلمانو پوځيانو ته د سينګاپور ته د ليږلو راز ښکاره شو ( چې دوى د ترکي عثماني خلافت په خلاف جنګ ته ليږل کيږي ) نو هلته مسلمانانو پوځيانو په يو غږ باندى دا نعره پورته کړه چې موږ د خپلو مسلمانانو ورونو په خلاف جنګ ته نه ځو ، په ټولي کې د مسلمانو پوځيانو مشري دنده خان ، چشتى خان او على خان کوله او په پوځي ټولي کې يې يو بغاوت پيدا کړ تر دى چې د ډير فشار او ناندريو وروسته هم مسلمان پوځيان دى ته اماده نه شول چې د کفارو تر څنګ د مسلمانانو په خلاف وجنګيږي ، په ( 15 / اپريل 1915 م ) کال د برطانوي پياده پوځ په خلاف جنګ پيل کړ چې په هغى کې يې اته لوړ پوړي انګريز چارواکي او څو نور پوځيان ووژل ، وروسته يې مسلمان پوځيان ونيول او په هغوى يې د غدارۍ مقدمه وچلوله او په اخر کې يې ورباندى د بغاوت او د عثمانى خلافت خلاف د جنګ نه کولو او د دوى د لوړ پوړو چارواکو د وژلو مقدمه ولګوله او د مرګ حکم يې ورباندى وکړ ، هغه غيرتي مسلمانان چې د مسلمانانو په خلاف يې د کفر ملګرتيا ونه کړه ټول ( 850 ) کسان و ، دوى ټول يې په يوه او بله بهانه ونيول ، ديوال ته يې قطار ودرول او په ګوليو يې ورته هغه سينې غلبيل کړى په کومه کې چې د مسلمان سره مينه او د دوى نفرت و ، تقبلهم الله شهاداتهم
خو د افسوس خبره دا ده چې د تاريخ دا دردونکى پيښه نه د ترکانو په ياد ده او نه د خپلو مسلمانانو او نه مو په نصاب کې دا تاريخ شته .
سلمان قريشي
@HAIRANOUNKI