*امریکایانو له بګرام پوځي اډې، د وسایطو لیږد او د خپلو ځالو په نړول پیل کړي*
*عزم یکشنبه،۲۰، تله، ۱۳۹۹):*
راپورونه وایي چې امریکایي پوځیانو د هیواد د نورو سیمو کې د لویو پوځي مراکزو تر تخلیې وروسته د بګرام له هوایي پوځي اډې هم د وتلو پریکړه کړې او د هغې پر نړولو یې پیل کړی دی.
د مشرانو جرګې ادارې هئیت په خپله عمومي ناسته کې نن پر همدې تړاو خپله جدي اندیښنه په ډاګه کړه او ویې ویل چې نباید امریکایي پوځیان دا ډول خپلسرې کړنې ترسره کړي.
سناتورانو وویل چې، امریکایي پوځیانو د دولت له خوښې پرته، له طالبانو سره د شوي توافق پر اساس دغه لویه پوځي اډې تخلیه کوي او هلته د جوړو شویو ودانیو پر نړولو باندې یې هم پیل کړی ده.
دوی وویل، چې امریکا خپل تجهیزات د پاکستان هیواد ته ورکوي او په وینا یې چې حکومت باید د پوځي وسایلو د لیږد مخه ونیسي او دغه تجهیزات دې افغان پوځ ته وسپارل شي.
سناتوران داسې مهال د امریکایي پوځیانو پر وتلو اندیښنه څرګندوي چې تازه ډونالډټرمپ ویلي چې غواړي تر راتلونکي نوي میلادي کال پورې خپلو ټول ځواکونه له افغانستانه ور وغواړي.
بل لور ته نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي مقاماتو له قوله ویلي چې امریکا غواړي، افغانستان کې خپلې ۴۰۰پوځي اډې ونړوي او ګڼ شمیر یې وار له مخه نړولې دي.