TGStat
TGStat
Qidiruv uchun matnni kiriting
Ilg‘or kanal qidiruvi
  • flag Uzbek
    Sayt tili
    flag Russian flag English flag Uzbek
  • Saytga kirish
  • Katalog
    Kanal va guruhlar katalogi Kanallar qidiruvi
    Kanal/guruh qo‘shish
  • Reytinglar
    Kanallar reytingi Guruhlar reytingi Postlar reytingi
    Brendlar va shaxslar reytingi
  • Analitika
  • Postlarda qidiruv
  • Telegram'ni kuzatish
سعید کامران

14 May 2020, 09:32

Telegram'da ochish Ulashish Shikoyat qilish

*د داعش په وحشت د ټولو اقرار او د اشرف غني انکار*

هلال احمد
خالد افغان زوی

روس او امریکا په نړیواله کچه دوه دودیز سیالان دي، اما له ټولې تربګنۍ سره سره نه شي کولای د لمر غوندې له واضحو حقائقو انکار وکړي او یا د ثابتو واقعیتونو په اړه خپله سیالي وپالي. له همدې امله خو په کابل او ننګرهار کې د وروستیو دوو فاجعو په اړه د نظر اتفاق لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد دواړو په خپلو اعلامیو کې دغه جنایات د داعش کار وبلل. دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف هم وویل چې د کابل او ننګرهار جنایات داعش ترسره کړي او طالبانو ته منسوبول یې هیڅ منطق نه لري.

له کابلوف تر پمپیو ټوله نړۍ ځکه دغه فجائع د داعش کار بولي، چې ټولې نښې، شواهد او تر هر څه مهم د داعش لخوا رسمي مسؤلیت منل همدا ګواهي ورکوي چې دغه کارونه داعش کړي دي. په هزاره ګانو او اهل تشیع بریدونه، په جنازو کې ځان وژونکې حملې، د ماشومانو او ښځو قصدي وژل دا ډول بریدونه عموما د داعش لخوا ترسره کیږي.

اما له دې ټولو شواهدو او نړیوالې اجماع سره سره د ارګ واکمن اشرف غني بیا هم د انکار په غونډۍ ناست دی، د ده زړه ته نه لویږي چې دا کار دې داعش کړی وي. ده قسم کړی چې د داعش نوم به په خوله وانخلي. دی وایي دا کار طالبانو کړی دی او انتقام به یې له طالبانو اخلي.

دلته اصلي پوښتنه دا ده، چې له ټولو هیوادوالو او نړیوالو څخه د اشرف غني دغه بیل تفکر او د وروستیو فجائعو په اړه جلا نظر آیا د اشرف غني له ډیرې بې عقلۍ او ناپوهۍ سرچینه اخلي او که نوموړی تجاهل کوي؟؟

د ورته پیښو تاریخچه ښيي چې اشرف غني او ډلې یې تر دې پخوا هم د داعش په وړاندې همدومره له پیرزوینې ډک چلند کړی دی. اشرف غني چې په غوسه او بې حوصلې توب شهرت لري. تر دې چې کله خو په دریځ د وینا په مهال هم له کنتروله ووځي، چیغې او نارې پیل کړي، لاسونه غورځوي او لاړې بادوي. اما له ټول غوسه ناک مزاج سره سره کله هم ونه لیدل شول چې د داعش په ادرس یې یوه خوشکه توغولي وي.

داعش لمونځ ګذاران ووژل، په ننګرهار کې یې د کرکټ لوبغاړي قتل عام کړل، سپین ږیري یې په بمونو والوځول، د دایه ګانو په مرکز یې برید وکړ، د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې د ملکیار هوتک لیسه نه یوازې وسوځوله بلکې د لیسې له دریو تنو چپړاسیانو یې سرونه غوڅ کړل. په کابل، هرات، ګردیز او ګڼو نورو ښارونو کې یې بیا بیا د وینو ویالې وبهولې. خو له ټول وحشت او دهشت سره بیا هم په دې ونه توانید چې د اشرف غني غوسه راوپاروي. اشرف غني چې په عامو حالاتو کې په پوزه مچ نه پریږدي، اما د داعش په وړاندې یې دده په اصطلاح ستراتیژیک صبر غوره کړی دی.

داعش بالاخره مجبور شو چې د اشرف غني د قهر پارولو لپاره داسې وحشت ترسره کړي چې انساني تاریخ یې بیلګه نه لري. هغوی په ټول کابل کې یو د زړه سوي وړ ځای ( روغتون) انتخاب کړ او په روغتون کې یې بیا ولادي څانګه (هغه ځای چې یوازې حاملې میرمنې او نوزادي ماشومان په کې وي) غوره کړه.

داعشي وسلوال په وسلو سمبال د ښځو په چادري کې روغتون ته ننوتل او هلته یې د زیږون په درد د اخته میندو قتل عام شروع کړ. داعشي وحشیانو پنځلس میندې په داسې حال کې وویشتلې او ووژلې چې تر څنګ یې نوزادي ماشومان پراته ول. حتی دوه ښځې یې عین د ولادت په دردونو کې چارماري کړي. ډیرې میندې د روغتون په ځانګړي پټنځای کې له قتل عام بچ شوې. داعشیانو له میندو سره یو ځای ځیني نوزادي ماشومان هم قتل کړل.

د دې جنایت کوم اړخونه چې عیني شاهدانو رسنیو ته بیان کړي، انسان غوږونه یې د اوریدو تاب نه لري. داعش د خپل ځناورتوب وروستنی ثبوت ورکړ او بیا یې په ډیر ویاړ د دې برید مسؤلیت هم قبول کړ. د داعش وحشت نه یوازې افغانان بلکې ټول بشریت ولړزاوه. اما د اشرف غني په زړه یې کوم تاثیر ونکړ.

اشرف غني د دې په ځای چې د پیښې اصلي عاملین رسوا او په وړاندې یې اقدامات اعلان کړي، په منظم ډول یې هڅه پیل کړه چې اصلي مجرم (داعش) تبرئه او فاجعه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره وکاروي. نوموړي او د امنیت شوری، داخله وزارت او نورو نهادونو چارواکو یې همدا سورڼۍ پیل کړ چې پیښه داعش نه بلکې طالبان کړې ده، نو ځکه د طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات اعلانوي.

د داعش په وړاندې د اشرف غني دغه له پیرزوینې ډک چلند ثابتوي، چې دغه ډله د اشرف غني له ادارې سره اورګانیک تړاو لري، نو ځکه داسې یو بل ته لاس ورکوي، یو د بل تبرئه او دفاع کوي او دواړه طالبانو ته د مشترک دښمن په نظر ګوري. کنه په دې خبره خو هر څومره احمق او کودن انسان هم پوهیږي چې د کابل او ننګرهار وروستي بریدونه د داعش لخوا ترسره شول.

6 0 0
Katalog
Kanal va guruhlar katalogi Kanallar to‘plamlari Kanallar qidiruvi Kanal/guruh qo‘shish
Reytinglar
Telegram-kanallar reytingi Telegram-guruhlar reytingi Postlar reytingi Brendlar va shaxslar reytingi
API
Statistika API'si Postlar qidiruvi API'si API Callback
Kanallarimiz
@TGStat @TGStat_Chat @telepulse @TGStatAPI
O‘qish
Blogimiz Telegram tadqiqoti 2019 Telegram tadqiqoti 2021 Telegram tadqiqoti 2023
Kontaktlar
Qo‘llab-quvvatlash Email Vakansiyalar
Har xil narsalar
Foydalanuvchi shartnomasi Maxfiylik siyosati Ommaviy oferta
Botlarimiz
@TGStat_Bot @SearcheeBot @TGAlertsBot @tg_analytics_bot @TGStatChatBot