اسلام پوهنه


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
اسلام پوهنه اداره، د اسلامي پوهاوي او معلوماتو یوه باوري سرچېنه ده.
د جوړېدو نېټه: ۱۳۹۷ هجري لمریز کال.
ځانګړې پته: @Thamimjan

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


له یاده وتلي سنت

د ننوتلو مخکې درې ځلې اجازه غوښتل:
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: اجازه غوښتل درې ځلې ده، که اجازه درته وشوه خو ښه، که ونه شوه نو بېرته وګرځه.
📚رواه ترمذي.

د هر چا ځای ته د ورتګ مخکې اجازه غوښتل سنت عمل دی.


په ټولنیزو رسنیو کې د اسلام پوهني اداري ادرسونه:

فیسبوک ای ډي:
https://www.facebook.com/100017300323191/posts/608938066359532/?app=fbl

فیسبوک پاڼه:
https://www.facebook.com/2252515551469170/posts/2919930591394326/?app=fbl

فیسبوک ګروپ:
https://www.facebook.com/groups/376687136021435/permalink/1126918850998256/?app=fbl.

وټسپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/K0p169xQm3dDaM2LEMka1R.

ټیلګرام ګروپ:

https://t.me/Islampohana2


سیرت النبي:

۲۶- پوښتنه: رسول الله صلى الله عليه وسلم په ځوانۍ کې په کوم صفت باندې مشهور و؟
جواب: محمد امین.
۲۷- پوښــتنه: رســول الله صلى الله عليه وسلم د بعثت څخه مخکې په کوم شریعت باندې الله تعالی ته عبادت کوی؟
جواب: هغه موحد و او د ابراهیم علیه السلام د شریعت څخه یې پیروي کوله.
۲۸- پوښتنه: د بعثت څخه مخکې رسول الله صلى الله عليه وسلم د عبادت کولو لپاره کوم ځای ته تلی؟
جواب: د حرا غار (سوري) ته.
۲۹- پوښتنه: رسول الله صلى الله عليه وسلم څرنگه په پیغمبرۍ مبعوث شو؟
جواب: د تېرو عاداتو په اساس د عبادت لپاره به د حرا غار ته تلی ، هلته یوه ورځ جبرائیل علیه السلام راغلی ، ورباندې یې سلام واچاوه ، وروسته له سلام څخه یې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وویل : ووایه!
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وویل : زه نـه شـــم کولی چې ووایم ، څو ځلـه یې دا عمل تکرار کړ او هر ځل به جبرائیل علیه السلام هغه په غېږ کې ټینگوی.
۳۰- پوښتنه: رسول الله صلى الله عليه وسلم د ځوانۍ په لومړۍ مرحله کې د چا سره تجارت کوی؟
جواب: له بي بي خدیجې رضي الله عنها سره.


ښه زیری:

وعن أَبي سعيد الخدري رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله عليه وسلم:مَا مِنْ عَبْدٍ يَصُومُ يَوْمًا في سَبِيلِ اللهِ إِلاَّ بَاعَدَ اللهُ بِذَلِكَ اليَوْمِ وَجْهَهُ عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.
📚متفقٌ عَلَيْهِ.

ژباړه: یو بنده چې د الله په اطاعت کې یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به د دغه ورځي په سبب د ده مخ د اویاو کالو په اندازه د اور څخه لیري کړي.

اسلام پوهنه


الله تعالی ته شکر کښل او د هغه اجر:

وعن أنس رضي الله عنه قال: قَالَ رسول الله صلى الله عليه وسلم:
((إنَّ الله لَيرْضَى عَنِ العَبْدِ يَأكُلُ الأَكْلَةَ، فَيَحْمَدُهُ عَلَيْهَا، وَيَشْرَبُ الشَّرْبَة، فَيَحْمَدُهُ عَلَيْهَا)). 📚رواه مسلم.

ژباړه: په حقیقت کې الله د هغه بنده څخه راضي کېږي چې یوه ګوله ډوډۍ وخوري او پر هغه د الله حمد ووایي، او یو چیښک وکړي او پر هغه د الله حمد ووایي.


یوازې دوه کارونه سم کړه!
① د الله سره معامله.
② د مخلوق سره معامله.

پایله: د دنیا او اخرت د افتونو، غمونو او عذابونه څخه به په امن یې.

اسلام پوهنه


رحیق المختوم .pdf
4.9Mb
نړیوال، باوري او صحي لنډ سیرت، چې نړیوالي جایزې یې ګټلي دي، په پښتو ژباړل سوی دی.
ډانلوډ یې کړئ او مطالعه یې کړئ.
حجم: ۵ ام بي


د روژې ماتولو سنت دعا:

اَللَّهُمَّ لَکَ صُمْتُ وَ عَلَی رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ.
ژباړه: یا الله! ستا دپاره مې روژه ونيول او ستا په رزق مې ماته کړه.

د روژې ماتولو وروسته دعا:

ذَهَبَ الظَّّمْأُ وَابْتَلَّتِ الْعُرُوقُ وَ ثَبَتَ الْاَجْرُ اِنْ شَآءَاللهُ.
ژباړه: تنده ولاړه، رګونو لانده سوه او که الله وغواړي اجر یې حاصل سوی دی.

📚رواه ابوداود


درې او اسانه کارونه په روژه کې:
۱- د پېشلمي سره تهجد کول.
۲- سهار د څاښت لمونځ کول.
۳- په شپه او ورځ کې یوه پاره تلاوت کول.

دا درې کارونه هم اسانه دي او هم یې اجر ډېر دی


سبا جمعه د روژې اوله ده.




پام!
د روژې میاشته هم د ورځي ده او هم د شپې.
باید په دواړو وختو کې ځان د بې ګټو کارونو څخه وساتو او په دواړو وختو کې عبادت وکړو.
یو غوره او ښکلی فرصت لاس ته راغلی دی.


د روژې اجر او ثواب په صحیحو احاديثو کې:

ویې ګورئ او نشر یې کړئ!

① ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم وویل: کله چې د روژې میاشته راسي ، د جنت دروازې خلاصي او د دوزخ دروازې بندي سي ، او شیطانان وتړل سي. "بخاري او مسلم"

② د سهل ابن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی ، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم و فرمایل: د جنت اته ۸ دروازې دي، یوه دروازه یې د ریّان په نامه ده چې یوازې روژه نیووکي پر دې دروازه ننوزي.
"بخاری او مسلم"

③د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله علیه السلام وویل: څوک چې روژه د ایمان او ثواب لپاره ونیسي، د ده تېر ګناهونه معاف سول، څوک چې د روژې میاشت د ایمان او ثواب لپاره په عبادت تېره کړي ، تېر ګناهونه یې معاف سول او څوک چې د قدر شپه د ایمان او ثواب لپاره په عبادت تېره کړي، تېر ګناهونه یې معاف سول.
"بخاری او مسلم"

④ همدغه صحابي بل روایت کوي چې رسول علیه السلام وفرمایل: د ادم د زوی هر نیک عمل په لس ځله تر اووه سوه درجې پورې رسېږي، الله وایی: "یوازې روژه ده چې هغه زما لپاره ده او زه ده ته ثواب په دې روژه سره ورکوم ، ده زما لپاره نفساني خوندونه او خورک بند کړی دی". د روژاتي لپاره دوې خوشهالۍ دي. یو دا چې کله روژه مات کوي او بل دا چې کله د خپل رب سره ملاقات کوي. د روژاتي د خولې بوی الله ته تر مشکو ډېر خوښ دی. روژه د ګناهو په وړاندې سپر دی. کله چې څوک روژه نیسي نو ښکنځل او بدي دې نه وایي ، که چا ده ته بد وویل او یا یې جنګ ور سره کوی، نو دی دې ورته ووایي چې زما روژه ده.
بخاری او مسلم.


پټي ملغلرې.pdf
1.1Mb
د کتاب نوم: پټي ملغلرې.
لیکونکی: محمد اسحاق تمیم.
حجم: یوه ۱ ام بي.
صفحې: ۴۷.
ډانلوډ یې کړئ او په دعاو کې مو یاد ساتئ.


د همسایه حق:

وعن ابن عمر وعائشة رضي الله عنهما قالا: قَالَ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم: مَا زَالَ جِبْريلُ يُوصِيني بِالجَارِ حَتَّى ظَنَنْتُ أنَّهُ سَيُورِّثُهُ. 📚مُتَّفَقٌ عَلَيهِ.

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي: ما ته جبریل علیه السلام د همسایه په اړه تل وصیت کوی، تر داسې اندازې چې زما دا فکر سو چې یو همسایه به د بل همسایه څخه په میراث کې برخه وړي.

اسلام پوهنه


سیرت النبي:

۲۱- پوښـتنه: رســول الله صلى الله عليه وسلم په څو کلنۍ کې د خپل اکا سره د ســوداګرۍ لپاره شام ته ولاړ؟
جواب: په ۱۲ کلنۍ کې.
۲۲- پوښتنه: په دغه سفر کې کومې پېښې رامنځته شوې؟
جواب: پـه دغه ســـفر کې یې له نامتو راهب چې بحیرا نومېده لیدنه وکړه او کله چې بحیرا دغه ماشـوم ولید نو د پیغمبرۍ څه نښـې یې پکښې ولیدلې او د ده اکا ته یې وویل چې د دې راتلونکې ډېر روښانه ده او دا به هماغه موعود (هغه څوک چې وعده یې کړل سوې وي) پیغمبر وي.
۲۳- پوښــتنه: کله چې قریشــو پرېکړه وکړه چې کعبه شریفه ودانه کړي نو په هغه وخت کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم عمر څو کاله و؟
جواب: ۳۵ کاله.
۲۴- پوښتنه: د کعبې د ودانولو په وخت کې کومه پېښه رامنځته شوه؟
جواب: د قریشـو قبیلو د حجر الاســود د نصــبولو پر سر شــخړه وکړه او نږدې وه چې د یو بل وینې توی کړي.
۲۵-پوښــتنه: رســول الله صلى الله عليه وسلم څنگه د هغې پېښــې د رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړ؟
جواب: رسول الله صلى الله عليه وسلم حجر الاسود د یوه څادر په منځ کې کېښوده او ټولو تـه یې امر وکړ چې د څادر غاړې ونیسي او کله چې د لگولو ځای ته نږدې شول نو رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلو لاسونو حجر الاسود ولگوله.

اسلام پوهنه


سیرت النبي:

۱۶-پوښتنه: رسول الله صلى الله عليه وسلم په څو کلنۍ کې خپله مور له لاسه ورکړه؟
جواب: په ۶ کلنۍ کې.
۱۷- پوښــتنه: رســول الله صلى الله عليه وسلم څو کلن و چې نیکه یې (عبد المطلب) وفات شو؟
جواب: په ۸ کلنۍ کې یې نیکه وفات شو.
۱۸- پوښتنه: وروسته له عبد المطلب څخه چا د رسول الله صلى الله عليه وسلم پالنه پر غاړه واخیسته؟
جواب: د هغه اکا ابو طالب.
۱۹- پوښتنه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم مور بي بي آمنه څرنگه وفات شوه؟
جواب: هغه وخت چې نیت یې درلود څو خپل د خاوند قبر ته مدینې ته لاړه شي. نو کله چې د مدینې څخه راستنه شوه په لاره کې سخته ناروغه شوه او په ابوا نومې سیمه کې وفات شوه.
۲۰ پوښتنه: لومړی د شق الصدر (د سینې څيرېدل) پېښه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په څو کلنۍ کې پېښه شوه؟
جواب: په ۱۲ کلنۍ کې.

اسلام پوهنه


د مسلمان د عیب پټولو اجر:

وعن أَبي هريرة رضي الله عنه عن النَّبيّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: لاَ يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا في الدُّنْيَا إلاَّ سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ القِيَامَةِ. 📚رواه مسلم.

ژباړه: ابو هریره رضي الله عنه د نبي علیه السلام څخه دا خبره را نقل کوي چې پېغمبر علیه السلام وویل:
یو بنده به د بل بنده عیب پټ نه کړي مګر دا چې الله جل جلاله به د دغه پټونکي بنده عیب د قیامت په ورځ پټ کړي.

یادونه: د مسلمان دپاره پکار ده چې د خپل مومن ورور عیبونه پټ کړي او د ښکاره کولو هڅه یې و نه کړي، بیا به الله د دغه بنده عیبونه په اخرت کې چا ته نه ور ښکاره کوي او عیبونه به یې د خلکو څخه ور پټ کړي.
اسلام پوهنه


سیرت النبي:
۱۱- پوښتنه: د رسول الله صلی الله علیه و سلم لومړنۍ دایه (شیدې ورکونکې) څوک وه؟
جواب: ثوبیه چې د ابولهب مینځه وه.
۱۲- پوښتنه: وروسته تر ثوبیې د رسول الله صلی الله علیه و سلم دایه (شیدې ورکونکې مور) څوک شوه؟
جواب: بي بي حلیمه رضي الله عنها.
۱۳- پوښتنه: حلیمه سعدیه څو کاله د نبي علیه السلام حضانت (ساتنه) په غاړه درلودل؟
جواب: څلور کاله.
۱۴- پوښتنه: وروسته له هغه چې حلیمې سعدیې رسول الله صلی الله علیه و سلم ته شيدې ورکړې نو د هغې په ژوند کې کوم برکتونه راغله؟
جواب: د هغې کمي شوي شیدې ډېري شوې، د نورو ښځو څخه یې کاروان مخته شو او مېږو یې ډېري شیدې ور کولې.
۱۵- پوښتنه: رسول الله صلی الله علیه و سلم څو کلن و چې پلار یې وفات شو؟
جواب: هغه وخت چې د مور په ګېډه کې د دوو میاشتو په عمر و ، پلار یې وفات شو.
اسلام پوهنه


① د جمعې په ورځ د جمعې لمانځه ته غسل کول او ځان پاکول سنت عمل دی.
② د جمعې په ورځ سورة الکهف ویل ډېر ثواب لري.
③ د جمعې لمانځه وختي تلل ډېر اجر لري.
④ د جمعې په لمانځه کې د امام خطبې ته غوږ نیول واجب دي.
⑤ د جمعې لمونځ فرض دی.

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

653

obunachilar
Kanal statistikasi