العصر بصري څانګه dan repost
افغانه وروره!!!
نور مه شې بې کوره مهاجر مه شې
يا افغانه وروره در په در مه شې
ډېر دې زحمتونه په ځان وګالل
ښاد دې وې آباد خاورې په سر مه شې
تل دې وې خوندي په کور شتمن اوسې
لرې په خېمو کښې مسافر مه شې
ډېرو په بانه اوبۀ درخړې کړې
بر دې وې په ټولو په چا لر مه شې
رب دې بې وسي په وس بدله کړه
لاندې خو بيخي په يرغلګر مه شې
وړونکى د سيالۍ په هر ميدان کښې شې
کله هم بايلونکى په ډګر مه شې
مينه مې خالد وزيره ډېره ده
پټ رانه د کرکې په څادر مه شې
خالد وزير
نور مه شې بې کوره مهاجر مه شې
يا افغانه وروره در په در مه شې
ډېر دې زحمتونه په ځان وګالل
ښاد دې وې آباد خاورې په سر مه شې
تل دې وې خوندي په کور شتمن اوسې
لرې په خېمو کښې مسافر مه شې
ډېرو په بانه اوبۀ درخړې کړې
بر دې وې په ټولو په چا لر مه شې
رب دې بې وسي په وس بدله کړه
لاندې خو بيخي په يرغلګر مه شې
وړونکى د سيالۍ په هر ميدان کښې شې
کله هم بايلونکى په ډګر مه شې
مينه مې خالد وزيره ډېره ده
پټ رانه د کرکې په څادر مه شې
خالد وزير