وصف...
دا زړۀ مې له دونيا نه خپیمانۍ پۀ لورې زور کړي
خالقه! سـتا د مـینې شرنګهار ورپکې شور کړي
بـس! دومره انتظار وو، نور نو ختم دی نور نشي
وتـلی قنــاعـت څـخه تـلوار کــوي او اور کړي
یــو داسـې هدایت مې د زړګي پـۀ لوحه لیک کړه
چې بچ مې د روح کلی د شیطان لعین لۀ تور کړې
ما وساتې ترې ربه خو! دا وخت داسې شریر دی
پټکی به درنه لرې کړي او سر به دې سرتور کړي
د جــسـم د پــاچــا دربـار بــه هــلته مـنَّـور شي
لفظونه ستا د وصف چې پرې جوړ همیشه کور کړي
که پـوه شو ذوالجلاله چې رضاء دې پکې نغـښتې
(کډوال) به پۀ انګار ورشي بدن به سوی سکور کړي
👇👇✍👇👇
@A_shakeeb
@M_kadwaal