غزل...
بیا به فراق وي بیا به هیله مروره یوسي
پریږده چې زړونه مو لږ خوند لۀ مازيګره یوسي
کله مې ناز اخله او کله به دې ناز اخلمه
ژوند بې باوره ده مرګی به مو دلبره یوسي
چې د همزولو د مجلس او د زړګي ښکلا شي
شهادت دغسې خواږۀ یاران اکثره يوسي
تاته چې وګورم یو ډار د بیلتون زړۀ ته راشي
نو ځکه چپ شم دغه خیال رانه خبره یوسي
زموږ مثال خو د خزان وهلې پاڼې دی بس
د وخت سیلۍ مو کله خکته کله بره يوسي
ژوند مو ګلاب دی زندګي مو هم ګلاب ته ورته
د ژوند کیسه مو رانه مرګ څۀ مختصره یوسي
مخلص کډواله طالبي ده ګیله نۀ ده پکار
څوک تنده دلته ماته څوک یې تر کوثره يوسي
👇👇✍👇👇
@A_shakeeb
@M_kadwaal
بیا به فراق وي بیا به هیله مروره یوسي
پریږده چې زړونه مو لږ خوند لۀ مازيګره یوسي
کله مې ناز اخله او کله به دې ناز اخلمه
ژوند بې باوره ده مرګی به مو دلبره یوسي
چې د همزولو د مجلس او د زړګي ښکلا شي
شهادت دغسې خواږۀ یاران اکثره يوسي
تاته چې وګورم یو ډار د بیلتون زړۀ ته راشي
نو ځکه چپ شم دغه خیال رانه خبره یوسي
زموږ مثال خو د خزان وهلې پاڼې دی بس
د وخت سیلۍ مو کله خکته کله بره يوسي
ژوند مو ګلاب دی زندګي مو هم ګلاب ته ورته
د ژوند کیسه مو رانه مرګ څۀ مختصره یوسي
مخلص کډواله طالبي ده ګیله نۀ ده پکار
څوک تنده دلته ماته څوک یې تر کوثره يوسي
👇👇✍👇👇
@A_shakeeb
@M_kadwaal