د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.
قال الله عزوجل فی محکم کتابه: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا (۱) لِّيَغْفِرَ لَكَ اللَّـهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا (۲) وَيَنصُرَكَ اللَّـهُ نَصْرًا عَزِيزًا (۳) الفتح
د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس، د سنګر مجاهدینو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وایم، الله تعالی مو روژې، تراویح او ترسره کړي ټول عبادتونه قبول کړه.
الله تعالی دې د شهیدانو شهادتونه قبول کړي، مجاهدینو او مجاهد ولس ته دې د دوی د خدمتونو او ستړیاوو اجرونه ورکړي، زخمیانو ته دې الله جل جلاله عاجله شفاء او زندانيانو ته نجات او آزادي نصیب کړي.
د شهیدانو کورنیو، خپلوانو او اولادونو ته له الله تعالی څخه د جمیل صبر، جزيل اجر او سپیڅلو ارمانونوته د رسېدو دعا کوم.
مؤمنو هېوادوالو!
غواړم په هېواد کې د روانو حالاتو او جریاناتو په اړه د اسلامي امارت موقف او اهداف درته څرګند کړم.
۱ــ زموږ جهاد د الله تعالی د رضا، د هېواد د بشپړې ازادۍ او دلته د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت په هدف ترسره شوی، په یاد جهاد کې د ولس او مجاهدینو قربانۍ، ستړیاوې، تکالیف او ستونزې په ځان تیرول له چا پټ نه دي؛ نو د یادو اهدافو د ترلاسه کولو او تحقق په موخه او د فتنو اوخطراتو د مخنیوي لپاره له ټولو هېوادوالو، خصوصا د امارت له ټولو مسئولینو او د سنګر له مجاهدینو څخه غواړم چې خپلو اصلي اهدافوته په جدي ډول متوجه شي، خپل صف او قوت لا ډیر پياوړی کړي، خپل مینځي یووالی او اطاعت لا کلک وساتي او اداري جوړښت نور هم منظم کړي.
۲ــ دا چې اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو ګډ کور دی او د څلویښت کلنو قربانیو او ارمانونو د پوره کېدو لپاره په مبارزه بوخت دی؛ نو د هېواد علماء کرام، روحانیون، استادان، قومي مخور، لیکوالان، شاعران، ادیبان او ټول با رسوخه شخصیتونه باید په هېواد کې د سوچه اسلامي نظام د حاکمیت، سولې، بیا آبادۍ، یو والي او خپلواک افغانستان لپاره لازیاته همکاري وکړي، خپل ټول توان په کار واچوي، خپل ماحول، شاګردان او متعلقین په حقائقو آګاه کړي، له خپل ویاړلي تاریخ نه یې خبر کړي، د بدبینيو، تعصباتو، اختلافاتو، اخلاقي فساد او هر هغه څه سره مبارزه وکړي چې زموږ مقدس دین، د هېواد یووالي او استقلال ته زیان اړوي، دغه بادرکه شخصیتونه دې د افغانستان د اسلامي تشخص، جهاد، د حق لپاره مبارزې او راتلونکي نسل د ويښتابه لپاره لا هم ډېر کار وکړي، ترڅو مو په هېواد کې د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره د قربانۍ روحیه لا ډيره قوي او پياوړې وساتل شي.
۳ــ د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د پخوا په نسبت ډېرې پراخې شوې، د اسلامي امارت موقف او پالیسي ورته واضحه شوې چې پر بنسټ یې باور او اعتماد رامینځ ته شوی، موږ د خپلې پالیسۍ له مخې غواړو چې له اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ، له ګاونډیو سره د حسن همجوارۍ، له سیمیزو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ګټورې اړیکې لا پیاوړې کړو، ترڅو د سیمييزې او نړیوالې اقتصادي رفاه، امنیت او ګډ ژوند په برخه کې لازم مسئولیتونه ادا شوي وي، له نورو هېوادونو څخه هم د ورته ګامونو د پورته کیدو هیله لرو.
۴ ــ هغه جهتونه او اشخاص چې د ا شغال له خاتمې وروسته د راتلونکي نظام په اړه اندیښنې لري، اسلامي امارت یوځل بیا ټولو ته ډاډ ورکوي چې انحصار طلبه پالیسي نه لري، د هرچا که هغه نارینه وي که ښځينه حقه حقوق به ورته رسیږي، څوک به د محرومیت او محکومیت احساس ونه کړي او ټولو هغو برخو ته به رسیدګي وشي چې د ټولنې په رفاه، پياوړتیا او ابادۍ کې اړین دي، هرڅه به د مقدس شریعت په رڼا کې پرمخ ځي. ان شاءالله تعالی
۵ــ ځينې هغه کړۍ چې د بهرنیو استخباراتي حلقاتو د ورکړل شوي پلان له مخې خپل شوم هدف او قدرت ته د رسېدو لپاره غواړي په هېواد کې د ژبې، قوم، مذهب او نورو عنوانونو څخه په استفاده اختلافونه او تعصبات را وپاروي، د هېواد یووالی له ګواښ او خطر سره مخ کړي، باید پوه شي چې افغان ولس او اسلامي امارت دغه راز کړنوته اجازه نه ورکوي، لکه په تیر کې يې چې هېوادله داسې خطرونو څخه ژغورلی بیا هم د دې وړتیا لري چې مخه يې ونیسي ان شاءالله، نو ښه به دا وي چې د داسې کارونو عاملان پخپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړي، نور په ناسمو اعمالو او افکارو سره دا ملت له ستونزو او