مظلوم کوچیMazlumkuchi


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


مخکنی چینل مي د دوښمن له خوا بلاک شو
همدغه نوی چینل درسره خوښ او نشرکړئ

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


دمحترم حاجی درويش صاحب
صحت تر مخکي اوس ډير ښه دی
خو بیا هم ستاسو دعاګانو ته ډير ضرورت سته


دمحترم الحاج ملافقیرمحمد درویش حفظه الله
صحت ان شاءالله ډیر ښه دی
خو تاسو یی دعاګانوکی مه هيروئ




ضروریې وکړۍ د اختر مبارکۍ ملګرو
چه هېري نکړۍ غمځپلې کورنۍ ملګرو

اواز محترم مولوي عبدالعزیزعزیزي
شاعر مظلوم کوچی👇👇👇

@Mazlumkuchi12


Audio from Abdullah Saqib


زه یې مجنون دامې لیلا ده
دامې خاوره د نیکه او د بابا ده


























دشهید امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور
دشهادت د څلورم تلین په مناسبت

اتل دانقلاب
مظلوم کوچی

قربان دخدای له میني اودخدای له سپین کتاب شو
دلته داسي منصور هم وو چه د دار پر ځای کباب شو

په میړانه یې کړو فخر جدایې یې هم ده ګرانه.
خیر که وریت که لولپه شو خو اتل د انقلاب شو.

رب ور ماته کړله تنده په لقاء باندي د حورو.
په خواږه جام دسپېڅلي شهادت باندي سیراب شو

کلیسا ساتونکې واوره له تا زر ځلي بهتر وو.
ګل وجود یې پانړې پانړې په دفاع کي دمحراب شو

په یو څه وخت رهبریت باندې دنیا ولړزوله.
نړۍوال یې ځیراکت او سیاست ته لاځواب شو.

د مظلوم د زړه امیر دي کړو شهید غلیمه واوره.
پرتا پاته مي حساب شو پرتا پاته مي حساب شو

@Mazlumkuchi12


ملا فقیر محمد درویش dan repost
مشکلاتو سره مخ نه کړي.
۶ــ د امریکا له متحده ایالاتو سره د تاریخي توافقنامې لاسلیکول او په نتیجه کې یې د اشغال خاتمه د اسلامي‌امارت او ټول افغان مجاهد ولس لپاره یوه ستره بریا ګڼل کیږي او که په صادقانه ډول عملي شي د ټولو جهتونو په ګټه ده، اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړې توافقنامې ته ژمن دی، له مقابل جهت څخه هم غواړي چې پخپلو ژمنو کلک ودریږي او پرینږدې چې دا حیاتي فرصت ضایع شي، د یادې توافقنامې عملي کیدل، کولای شي چې زموږ د هېواد او امریکا لپاره د جګړې د پای ته رسېدو او په هېواد کې د سولې د راتګ او اسلامي نظام د پلي کولو لپاره ښه وسیله وګرځي.
د امریکا چارواکو ته وایم، چاته باید اجازه ورنکړئ چې زموږ او ستاسو ترمینځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي، په دغه توافقنامه کې هر څه په واضحه توګه لیکل شوي او د دواړو ملتونو په ګټه او د ستونزو د هوارۍ لپاره یو ښه چوکاټ جوړوي، چې باید په بشپړه توګه عملي شي، راځئ چې د همدې توافقنامې په تعمیل کې مخ ته لاړ شو ترڅو ستاسو د قواوو وتلو او په افغانستان او سیمه کې سولې او آرامۍ ته لاره هواره شي.
۷ ــ د کابل ادارې په زندانونو کې بندیان په سختو شرائطو او مشکلاتو کې ژوند کوي، په دې اړه بشري نهادونه، بیلابیل خیریه بنسټونه او شخصیتونه باید د مسئولیت احساس وکړي او هرڅه ژر د بندیانو د مصئونیت او خلاصون لپاره لازم ګامونه پورته کړل شي.
۸ــ په مخالف صف کې ولاړ کسان که له مخالفته لاس واخلي زموږ لخوا ورته عمومي عفو ده، له ټولو څخه غواړو چې له دې عفوې څخه سالمه ګټه واخلي، له مخالفته لاس واخلي او په هېواد کې د سرتاسري سولې او د اسلامي نظام د حاکمیت په لاره کې چې د میلیونونو شهیدانو، زخمیانو، معیوبینو، یتیمانو، کونډو او ځوریدلو افغانانو آرمان دی خنډونه ایجاد نه کړي.
۹ــ اسلامي امارت په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه جدي انديښنه لري، په همدې اساس یې د ملکي خلکو د ژوند ساتلو او هغوی ته د زیان نه اړولو لپاره ځانګړی کمیسیون توظیف کړی، ترڅو په جګړو کې د مجاهدینو لخوا ملکي خلکوته ضرر ونه رسیږي. که خدای مه کړه داسې کومه پيښه کیږي، قضیه به يې په جدي ډول تعقیب او مقصر افراد به مجازات کیږي.
خو د مقابل جهت لخوا په مکرر ډول ملکي خلک او عامه کورونه تر بمبارونو، د توغندویزو بریدونو او حملو لاندې نیول کیږي چې ځورونکی عمل دی، په دې اړه په بشري برخه کې له کورنیو او بهرنیو ټولو جهتونو څخه غواړو چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مؤثرګامونه واخلي.
۱۰ــ د کرونا ناروغي یوه نړیواله وبا ده، داسې ابتلاوې د الله تعالی لخوا هغه مهال په انسانانو باندې راځي چې کله د الله تعالی له دین، فطرت او انساني معیارونو څخه سرغړونه خپل وروستي اوج ته ورسیږي، موږ باید د الله تعالی څخه مغفرت وغواړو، په خپلو اعمالو باندې له سره غور وکړو، د الله تعالی حکمونه ترک نه کړو، د اسلام د لارښونو سره سم خپل ژوند برابر کړو، ترڅو له دې وژونکي عذاب او امتحان څخه وژغورل شو.
د یادې ناروغۍ د کنترول په لاره کې د اسلامي امارت د صحت کمیسیون ته لارښونه شوې چې تر خپله وسه پورې هلې ځلې وکړي، خلکوته طيبي سهولتونه ورسوي او څومره يې چې په توان کې وي خپل وس ونه سپموي. عامو هیوادوالو ته مو هم توصیه داده چې له دې مرض څخه د ځان ساتنې لپاره شرعي او صحي تدابیر په پام کې ولري، تر څو خدای مکړه متضرر نه شئ.
په نړیوالو صحي سازمانونو او مؤسساتو غږ کوو چې زموږ له هیوادوالو سره د دې ناروغۍ په مخنیوي کې لا ډير لاس وکړي او لازم وسائل په اختیار کې ورکړي. اسلامي امارت د کومکي موادو د انتقال او شفافې توزیع په چاره کې له مؤسساتو سره هرې نوعې مرستې ته آماده دی.
۱۱ـــ د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هدایت کوم چې په دې حساسو شرائطو کې له عام ولس سره له ترحم، شفقت او مهربانۍ څخه ډک چلند وکړي، د هیچا د آزار او اذیت سبب نشي، تکبر او ظلم ترې ونه شي، له قدرت او امکاناتو څخه د ملت د آزارولو په لاره کې استفاده ونه کړي، له هرډول ځان او امتیاز غوښتنې، جاه طلبۍ او تفوق څخه ځانونه په کلکه وساتي، هر افغان د خپل ورور په حيث وبولي او قدر يې وکړي.
په پای کې یادونه کوم چې د اختر په دې مبارکو شپو ورځو کې چې د کرونا ویروس له امله ټول هیوادوال له سختو مشکلاتو سره مخ دي، د خوارو او غریبو خلکو لپاره د کار او مزدورۍ امکان نشته؛ نو باید زموږ تجاران وروڼه او هغوی چې مالي امکانات لري په مسکینانو باندې شفقت وکړي، د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو، کونډو او خپلوانو خاص خیال وساتي او له بې وزلو سره خپله همدردۍ او مرسته ونه سپموي. والسلام
د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده‌
۲۷/۹/۱۴۴۱هـ ق
۳۱/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/20م

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

345

obunachilar
Kanal statistikasi