د دمشق مبينې فتحې ته
واخیستی قدم سوریې د فتحې او بریا پر لور
دغه پیلامه د آزادۍ ده داقصٰی پر لور
ستړو اسوېلو او ساندو يوړله جرګه عرش ته
وکړلو نظر د اجابت رب د دعا پر لور
وایې تبریکې ستر سیف الله خالده تاته نن
درغلل بچي دي ستا تر حمص او تر حما پر لور
ستا پر زړه دمشقه احساسات دخوشالۍ څه دي
غرق درنه فرعون شو در روان دی موسٰی ستا پر لور
ستړي د غمونو قافلې پر غروب واوښتې.
څرک د صباؤن شو د خوښۍ او د موسکا پر لور
وکړمه تعبیر د دې بدلون او خپلواکۍ څنګه؟
سترګي مې طلحه له مسرت ځي د ژړا په لور
م هدايت الله طلحه
واخیستی قدم سوریې د فتحې او بریا پر لور
دغه پیلامه د آزادۍ ده داقصٰی پر لور
ستړو اسوېلو او ساندو يوړله جرګه عرش ته
وکړلو نظر د اجابت رب د دعا پر لور
وایې تبریکې ستر سیف الله خالده تاته نن
درغلل بچي دي ستا تر حمص او تر حما پر لور
ستا پر زړه دمشقه احساسات دخوشالۍ څه دي
غرق درنه فرعون شو در روان دی موسٰی ستا پر لور
ستړي د غمونو قافلې پر غروب واوښتې.
څرک د صباؤن شو د خوښۍ او د موسکا پر لور
وکړمه تعبیر د دې بدلون او خپلواکۍ څنګه؟
سترګي مې طلحه له مسرت ځي د ژړا په لور
م هدايت الله طلحه