روح او ژوند مې رانه واخله پاکه خدایه
زما روح او زما ژوند زما د جانان کړه
زړه مې سخت ورباندې درد کړي پرې دردیږي
ربه جوړ زما په ژوند افغانستان کړه
چې د سپین بیرغ تر چت لاندې دمه شو
ربه نور خو مو پوره دغه ارمان کړه
چې په بم مو د هیواد ښکلا راوژني
ربه نور هلاک تباه دا ظالمان کړه
چې یې څوک ورانول غواړي ورانوي یې
ربه خپله د هغو کورونه وران کړه
چې یې ښکار ؤ ګرځولی د سیالیو
پر آزار یې برباد دا ظالم جهان کړه
د مخبت په سر او مال کې امن کیږي
ربه سر او مال یې ټول ورنه قربان کړه
مخبت وردک
زما روح او زما ژوند زما د جانان کړه
زړه مې سخت ورباندې درد کړي پرې دردیږي
ربه جوړ زما په ژوند افغانستان کړه
چې د سپین بیرغ تر چت لاندې دمه شو
ربه نور خو مو پوره دغه ارمان کړه
چې په بم مو د هیواد ښکلا راوژني
ربه نور هلاک تباه دا ظالمان کړه
چې یې څوک ورانول غواړي ورانوي یې
ربه خپله د هغو کورونه وران کړه
چې یې ښکار ؤ ګرځولی د سیالیو
پر آزار یې برباد دا ظالم جهان کړه
د مخبت په سر او مال کې امن کیږي
ربه سر او مال یې ټول ورنه قربان کړه
مخبت وردک