نعتیه غزل..
دمینـې پېـــرزوینــې درودونه غرونه غرونه
په تا دې وي جانانه! سـلامونه غرونه غرونه
د خدای پاک وحدانیت ستا رسالت باندې قائل دي
ګلـــونه، ونې، بوټي، دریابونه غرونه غرونه
د مینې د راز کیف دې هر مـؤمن زړۀ نازولی
لۀ هر رنګه درد بېل اخلي خوندونه غرونه غرونه
ښاغلی یم چې ستا یو امتي یم شکر ښۀ یم
خو کاش لۀ مینځ مو نۀ وی واټنونه غرونه غرونه
لقا د حرم، مینه، اُخُــوَّت، او شهــــادت مرګ،
زړګیـــوؤ کې پراتۀ مو ارمانونه غرونه غرونه
شغلې د شمس، قمر، د یوسف حُسن درته مات دی
خجل دې، دي رخسار ته ښاېستونه غرونه غرونه
احرار کوچی به خوښ وم لۀ رمې سره، خېمه کې
چې زۀ وی او حِجازه! ستا لوړ غرونه غرونه غرونه