ټلګرام چینل 👇🏻👇🏻👇🏻
https://t.me/Noriafghan
*د خالد بن ولید یوه عجیبه واقعه*
واقدي او طبري دواړو یوه واقعه لیکلې:
د یرموک د جګړې په ۵ مه ورځ چې جګړه ډېره سخته وه، ډېر مجاهدین شهیدان او تقریباً ټول زخمیان شوي ول، ددې ورځې جګړه فیصله کوونکې وه، له غرمې وروسته چې جګړه خطرناک حالت غوره کړ، او مسلمانان نور په مکمله توګه له منځه تلونکي وو، نو خالد بن ولید(رض) مجاهدینو ته د جنګ د ودرېدو خبر ورکړ، مسلمانانو ولیدل چې خالد سخت خفه دی، او د تورې په څوکه څه شی لټوي، نو محاهدینو پوښتنه وکړه، خالد(رض) وویل: چې زما خولۍ ورکه شوې، هغه ولټوئ، ځني مشران مجاهدین سخت په غوسه شول، چې دا وخت د ۴۰۰۰۰ مجاهدینو په مکمله توګه د وژل کېدو وخت ته وګوره او خالد ته وګوره، دا چې خالد ددې جګړې عمومي سالار وو، په غوسه شو او د خولۍ د لټولو امر یې وکړ، لږ ځنګ وروسته خولۍ پیدا شوه، ددې خولۍ رنګ سور وه او ټولو مجاهدینو پېژندله، کله چې خالد (رض) خولۍ په سر کړه، نو سخت خوشحاله شو، او غږ یې وکړ چې اوس موږ جګړه ګټو، خپله د ۲۰۰۰ اس سورور سره مخکې شو او داسې جګړه یې وکړه چې د رومیانو په ګته حالت د هغوی په ضد واوخوت، په دې ورځ جګړه ختمه نشوه، په سبا یې خالد (رض) یو خطرناک پلان جوړ کړ، او د رومیانو دوه لکه پوځ ته یې ماته ورکړه، چې تر اویا زرو کسانو یې مردار شول. مجاهدینو به هر وخت له خالد بن ولید(رض) څخه د هغه ورځې د خولئ راز پوښته، خو هغه به څه نه ویل.
ډېر وروسته بیا خالد (رض) وویل چې د حجة الوداع په ورځ نبي کریم ﷺ خپل ویښتان وخریل او ماته یې راکړل، هغه ویښتان ما په دې خول(خولۍ) کې ځای پرځای کړل، او په هره جګړه کې به ما داسې احساس کاوه چې، نبي ع له ما سره دی، نو ځکه خو مې هیڅ جګړه ونه بایلله.
رضی الله عنه.
ا.ص.فضلي.