پښتو شعرونه


Kanal geosi va tili: AQSh, Forscha
Toifa: Kitoblar


دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤
هیله کوم د ملتيا تر څنګ مو له نورو ملګرو سره شریک کړئ🔝
🇦🇫
🔄 شخصی رابطه 🔄
@Safi_2002
⬇️د چټ گروپ لینک⬇️
@pashto_Chat2024

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Kanal geosi va tili
AQSh, Forscha
Statistika
Postlar filtri




ما ويل زړه زما خوږيږي
دې ویل څوک بــه دې یادیږي!

ما ویل اوگوره مئین دی.؛
دې ویل پــریږده چې ژړيږي!

ما ویل ډیره مې یادیږي
دې ویل ستـــــرگه مې رپیږي

ما ویل مه راته راگوره.
دې ویل زړه مې نــه صبریږي

ما ویل ټول کلی خبر شو.؛
دې ویل اوس به څه چل کیږي

ما ویل خوب خندا مې نشته.
دې ویل عشق کې دا سې کیږي

ما ویل ولې نه راګورې
دې ویل ستــرګې مې شرمیږي

ما ویل ولې په شاه گورې.؛
دې ویل مینه پـــــري زیاتيږي

╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •
@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


زما په شان په زړه پرهر چرته دی
چې حوصېله لري د غر چرته دی

دیدن یې غواړمه د سر په بدل
هغه د مېنې نه منکر چرته دی

چې لږ را پاڅېږي د ظلم خلاف
په پښتنو کې مې دا نر چرته دی

زه دې سل ځله شم زخمي په بڼو
د محبت ګرم سنګر چرته دی

خیر که غریب دی بې احساسه نه دی
د هدایت نه معتبر چرته دی

بيتونه ـ هدايت


╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •
@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


د چا غزل د چا ټپو کې خوند وي
د چا خوږو، خوږو کتوکې خوند وي




╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمور او پلار دحقوقو اهمیت(۴)-برخه موضوع:{مختصر څو نبوی احادیث}
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دوالدینو سره ښیګره بهترین عمل دی:

حضرت عبد الله بن مسعود رضى الله عنه فرمايي:«ما د نبي كريم صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چي کوم عمل الله جل جلاله ته ډیر خوښ دی؟ نو نبي عليه السلام راته وفرمایل:په خپل(مستحب)وخت كي لمونځ كول ما عرض وکړو چې ددې نه پس کوم عمل ډير به بهتر دی؟نو نبي عليه السلام و فرمايل:د مور او پلار سره نیکي کول. ما( په دریم ځل) عرض وکړو چي د دې نه پس کوم عمل ډير بهتر دی؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم راته وفرمايل د الله په لار كي جهاد کول».رواه البخاری

(۲)-د والدینو په خدمت سره د جهاد ثواب حاصلیدل:

يو کس د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خدمت کی حاضر شو او د دوی نه يې په جهاد کی شاملیدو اجازت اوغښتو؟ نبي عليه السلام ورنه پوښتنه وکړه:آیا ستا مور او پلار ژوندي دی؟ هغه ورته وویل : هو ( دواره ژوندي دي ) پيغمبر عليه السلام وفرمايل السلام ورته:هم ددی دمور او پلار د خدمت کولو جهاد کوه.

یعنی د دوی خدمت کوه داستا د پاره جهاد دی،الله به درته د دوی د خدمت په وجه د جهاد ثواب درکړي.البخاری

(۳)-د والدینو په خدمت جنت حاصلیدل:

د مور او پلار د خدمت په وجه الله جل جلاله انسان ته جنت وركوي ، حضرت ابو امامة رضى الله عنه فرمايي:«يو سري عرض وکړو يا رسول الله ! د مور او پلار په بچي باندي څه حق دى؟ نبي عليه السلام ورته وفرمایل:ستا مور او پلار ستا د پاره جنت هم دی او جهنم هم دی».رواه ابن ماجه

یعنی:که چیرته د دوی خدمت دي وکړو او خوشحاله دي وساتل نو دا ستا د پاره د جنت تللو ذریعه ده،او که د دوی نافرماني دي وکړه او خفه دي کړل نو دا ستا دپاره د جهنم تللو ذریعه ده.

(۴)-نبي عليه السلام په يو موقعه و فرمايل:الْجَنَّةُ تَحْتَ أَقْدَامِ الْأَمهَاتِ.اخرجه الحاکم

جنت د مورانو د قدمونو لاندی دی ( یعنی کوم کس چې د خپلې مور سره احسان کوي نو الله جل جلاله به دا کس جنت ته بوځي).

(۵)-د الله جل جلاله رضا دوالدينو په خوشحاله ساتلو کې ده:

نبي كر كريم صلى الله عليه وسلم فرمایی:«د الله رضا مندي او خوشحالی دپلار په خوشحالی کي ده او د الله ناراضگي او خفگان دپلار په ناراضگی او خفگان کي دی.رواه الترمذی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۲)




د تورو  زلفو تار دې راڪړه
چې پرې  پیوند ڪړم د خوږمن زړګي زخمونه



╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


د خـــوبانو دلفریب نظــر په څـــو؟
دیـــد په څو دیدن په دلبر په څو؟

د افغــــان وینه ارزانه ده کـــنه ده؟
مړ په څو ژوندی په دی سر په څو؟

ورځې مرمه د شپې سوازم لکه شمع
رژوې مـې د اُمېــــد لـښـکـر په څو؟

لکه ډمې په مکېز خنـــــدا دې وکـړه.
بیا دې راوړو د آشنا خبــــــر په څـو؟

د تنبو د شا خبرې مې تر غوږ شوې.
لـر په څو وژنې جلاده بر په څـــــو. ؟

راهیستان Rahistaan


╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •
@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


یوازې زه نه یم چې ما پکې ارمان کړی دی
دا محبت دی دې کې هر سړي تاوان کړی دی

تقریبا لس کاله به کيږي تر سهاره ویخ یم
ما دغه لس کلونه هره شپه خفګان کړی دی

زه د هغې د تلو نه روسته شاعر شوی یمه
سترګې به نه پټوم دا خو یې احسان کړی دی

ناشکري نکوم خو شکر به په څه شي وکړم
نه ځمکې رحم کړی نه بره اسمان کړی دی

هغه راځي نه! او زما زړه لکه سپی شله دی
یو قسم ما کړی دی یو قسم جانان کړی دی
💘💔

╭╾─🧸✨🤍𝗝𝗼𝗶𝗻
●❥ •
@PASHTO_LOVE

#لایک

✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمور او پلار دحقوقو اهمیت(۳)-برخه موضوع"فقهي مسئله"
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پنځم حکم:{وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا}

ددی آيت نه دا معلومه شوه چې د مور او پلار د پاره د رحمت دعاګانې غوښتل په کار دي اوس که چیرته دوی مسلمانان وي نو د دوی په ژوند او د مرګ نه بعد دواړو حالتونو کې به د دوی د پاره بچي دعاګانې غواړي،البته که دوی کافران وي نو د دوی په ژوند کې به بچې د دوی د پاره د ايمان دتوفيق او د دنيوي تکالیفو نه د بچ کیدو دعاګانې غواړي،خو د مرګ نه بعد د کافر د پاره دعا غوښتل جائز نه دي، ځكه الله تعالی فرمايي:{مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ}التوبة ۱۲۳

ترجمه:د پیغمبر او مومنانو د پاره دا مناسب نه دي چې دوی د مشرکانو د پاره د بخني دعا وغواړي اګر چې دوی يې نزدې خپلوان وي(دا د بخښنې دعا د دوی د پاره هلته ناجائز ده)کله چې دوی ته دا ښکاره شي چې دوی دوزخیان دي( يعنی د کفر په حالت کې وفات شوي).

کافر مور او پلار هم د خدمت او ښه سلوک مستحق دي

دوالدینو د حقوقو اهمیت د دينه هم معلوميږي چې که چیرته د یو انسان مور او پلار مسلمانان نه وي بلکه کافر وي نو بيا هم الله جل جلاله انسان ته د دوی سره په دنيوي ژوند کې د ښه سلوک حکم کړي.

البته که هغوی دي بچي ته د اسلام نه د اوریدو یا د شریعت خلاف حکم کوي نو په دې کې د دوی تابعداري ضروري نه ده،الله جل جلاله فرمايي:{وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} لقمان ۱۵

ترجمه:او که چیرته دوی کوشش کوي په تا باندې چې د ما سره داسې شی شریک مقرر کړه چی تا ته په هغی باندي علم نه وي نو د دوی خبره مه منه،او د دوی سره په دنيا کې په ښی طریقی سره تعلق ساته(او ښه سلوک ورسره کوه).

یعنی که دوی په تا باندې دا زور لږ وي چې بغير د څه دليل نه د ماسره بل څوک شریک مقرر کړه نو په دې کې د دوی خبره مه منه،البته په دنياوي ژوند کې بيا هم د دوی سره احسان او ښیګره کوه او هم د دوی خدمت کوه.

ځكه حديث کې راځي:«لا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصَيَةِ الخَالِقِ».مشکوة شریف

د خالق (الله جل جلاله) په نافرمانی کی دمخلوق فرمانبرداري جائز نه ده.

د مُشرکې مور سره ښه سلوک

ددي خبري ثبوت ددي حديث شريف نه هم کيږي کوم چې امام بخاري او امام مسلم رحمهها الله را نقل کړي.حضرت اسماء بنت ابي بكر رضى الله عنها فرمايي:(د نبي عليه السلام زمانه کې زما مور ما کره راغله او دا مشرکه وه نو ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې زما مور ما کره راغلې ده او زما د ښه سلوک امید ساتي،نو آيا زه ورسره ښه سلوک وکرم؟ نبي عليه السلام را ته و فرمایل:هو.د خپلې مور سره ښه سلوک کوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۲)




‏دلته مې يو کس په تا مئين بولي
څه يو زبردست ګمان يې کړې دې



❤️‍🩹✨




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ ⭐

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖
Like❤️❕Comment💬❕Share➡️
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖


سترګې زما سترګو کې ځای کړه
سترګې مې ستا د سترګو ډیر وږې دینه

❤️‍🩹✨




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ ⭐

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖
Like❤️❕Comment💬❕Share➡️
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمور او پلار دحقوقو اهمیت(۲)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوالدينو د بودا ټوب په حالت کی لحاظ ساتل

د والدينو خدمت او تابعداري د څه مخصوص حالت یا عمر سره خاص نه ده بلکه په هر حالت کې د هغوی سره احسان او ښیګړه په کارده،خو بیا هم قرآن کریم انسان ته د والدینو دبودا توب په حالت کې يو څو تاكيدي حکمونه بیان کړي،ځکه د بودا والي په حالت کې والدین یو خو دخدمت زيات محتاج شي،بل يي طبعیت هم نازک شي او بل عقل او فکریی هم پوره کار نه کوي،نوځکه الله رب العزت د دوی د کمزورۍ په حالت کی انسان ته څه خاص حکمونه ذكر كري الله تعالى فرمايي:{إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا}الإسراء ۲۳

ترجمه:که چیرته په دوی کې يو يا دواره تاسره دبوډاوالي حالت ته اورسي (یعنی ستا په ژوند کې دوی دواړه يا يو د بودا والي حالت ته اورسي)

اول حكم:(فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ) دوى ته اُف هم مه وايه.

یعنی داسې هيڅ خبره ورته مه کوه چې په هغی سره ستا د طرف نه نفرت یا خفګان ښکاره كيږي،او ستا والدينو ته ورباندي تكليف رسيږي.

ددی مطلب دانه دی چې ګني مور او پلار ته آف مه وایه خو دانګ ورته نیسه،کنځل ورته کوه او بي عزتي يې کوه، بلکه چې کله د دوی په خدمت کې د ستړي والي په وجه آف ويل،يا هره داسي کلمه چې د هغوی د خفګان سبب ګرځي حرامه شوه نو وهل او کنځل ورته کول خو په دلالة النص سره په طریق اولی حرامه شوه.

دویم حکم:{وَلَا تَنْهَرْهُمَا} او دوى مه رټه.

دریم حکم:{وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا} او د دوی سره په نرمۍ خبري کوه.

یعنی د دوی سره د میني او محبت په لهجه کې خبري کوه.

حضرت سعید بن مسیب رحمه الله وايي چې داسې انداز کې ورسره خبري کوه:{لکه څرنګه چې يو غلام د خپل سخت مزاجه آقا( مالک) سره په نرمی خبرې کوي}.زاد المسیر جلد۳ص۱۹

څلورم حکم:{وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ}

ترجمه:او ښکته کړه د دوی د پاره متي د عاجزی له مهربانی نه.(یعنی د دوی په وړاندې په مينه محبت او عاجزی سره ټیټ اوسیږه لکه څرنګ چې يو عاجز غلام د خپل آقا د وړاندي پيش کيږي دغه شان د خپل مور او پلار په وړاندې هم په عاجزی سره مخامخ کیږه.

پنځم حکم:{وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا}

ترجمه:او(د الله جل جلاله نه د دوی دپاره دعا غواره او داسي)وايه،چې اي ربه !په دي دوارو رحم وکړه لکه څرنګ چې دوی په وړوکوالي زما پالنه کړې ده.

په دی آیت كي الله انسان ته دده د ماشوموالي زمانه وریاده کړه چې اي انسانه! يو وخت داسي ؤ چې په هغي کي ته ددي والدينو محتاج وي، هغوی د تاسره تکلیفونه او مشقتونه برداشت کړي،ستا خدمت یې کړي نو اوس چې هغوی د کمزورتیا حالت ته ورسیدل نو د عقل او شرافت تقاضا هم داده چی اوس ته د دوی خدمت وکره،او د هغوی د پاره د رحمت دعاګانی وغواره.

د علامه آلوسي رحمه الله وينا:

علامه آلوسي رحمه الله فرمايي چې الله جل جلاله په دې آیت مبارکه کې د والدينو سره د احسان متعلق په دومره مختلفو طریقو سره تاکید کړی که چيرته الله جل جلاله د والدينو باره کې نور هیڅ تاکید نه وی کړی نو د دوی سره د احسان د اهمیت دپاره صرف دا هم کافي وه چې الله عزوجل د والدینو سره د احسان خبره د خپل توحید سره په دې آیتِ مبارکه{{وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا}الإسرا ۲۳ کې يو ځاى ذكر كړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۲)




غزل

ګرمه قهوه یادونه ستا او دا واورینه ښکلا
اوس مې هم یاده شي د چا هغه حسینه ښکلا

تږو غوټيو ته خندا راوړه چې جل وهلي
سپرلیه تاته انتظار ده ګلورینه ښکلا

زه د دنیا د ښکلا ګانو هیڅ پروا نه لرم 
ماته په سترګو کې چا راوړه مینه، مینه ښکلا

غزل له څه ولیکم مانه مروره ګرځي
هغه نازکه غزلیزه پرتمینه ښکلا

اې د ملالې کلیوالې د غزل تصویره
نن د له کومې راوړه دومره نازنینه ښکلا

ملاله کلیواله



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ ⭐

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖
Like❤️❕Comment💬❕Share➡️
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمور او پلار دحقوقو اهمیت(۱)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کوم انسان چې په دنيا کې د شریعت موافق د اطمینان او سکون واله ژوند تیرول غواړي نو دده د پاره دا ضروري ده چې دا به د دوه قسمه حقوقو لحاظ ساتي،اول د حقوق الله،او دويم: حقوق العباد و.

او کوم انسان چې د حقوق الله او. حقوق العبادو لحاظ نه ساتي هغه هیڅ کله کامل مسلمان نشي جوړیدی،او نه به ده ته د اطمینان،سکون او خوشحالی واله ژوند نصيب شي.

د حقوق العبادو اهمیت او زمونږ غفلت

بیا خاصکر حقوق العباد خو ددین یوه آهمه حصه ده،ځکه که چیرته په حقوق الله کې د انسان نه څه کوتاهي او کمې اوشي،او اوس دې په هغې باندي پښیمانه شي،په اخلاص باندی توبه اوباسي نو الله ورته دا كوتاهي معاف کوي،خو که چيرته انسان حقوق العباد ضايع كړي( يعنى بل مسلمان ته بدني يا مالي ضرر اورسوي) نو که دي روستو په دې پښیمانه شي او تو به هم اوباسي،نو دا صرف په دی توبه او استغفار سره نه معاف کيږي، بلکه د حق خاوند نه به معافي غواړي يا به هغه ته خپل حق واپس کوي نو بیا به دې انسان ته دا ګناه یا حق معاف شی.

قدرمنو!بعضي خلق لمونځ،روژه،زکات، حج،ذكر،تلاوت،وغیره خو ددین حصه شماري خو ليكن حقوق العباد د دین نه بالکل خارج ګني او هيڅ اهميت ورته نه ورکوي.حالانکه په شریعت کي د حقوق العبادو هم دیر تاکید او اهمیت بیان شوی.

د احکامِ شرعیه و دري حصي حقوق العباد دي

په اسلامي فقه کې چې د شریعت څومره احکامات بیان شوي که چيرته هغه په څلورو حصو تقسيم کړي شي نو د هغې يوه حصه د عبادت( يعنى حقوق الله) جوړيږي،او باقي،دري حصي د حقوق العبادو(یعنی معاملات او معاشرت) جوړيږي.

په حقوق العبادو کې د ټولو نه اول حق دوالدينو دی

بیا خاصکر په حقوق العبادو کې دټولو نه اول او اهم حق د مور او پلار دی، دغه وجه ده چې کله هم په قرآن کریم کی الله تعالى د حقوق العبادو تذکره وکړې نو د ټولو نه اول يې د مور او پلار بیا خاصکر په حقوق العبادو کې د ټولو نه رومبي او اهم حق د مور او پلار دی، دغه وجه ده چې کله هم په قرآن کریم کی الله تعالى د حقوق العبادو تذکره کړې نو د ټولو نه اول يې دمور او پلار سره د احسان او نیکی کولو حکم کړی دی.

وجه داده لکه څرنګه چې الله تعالی د انسان د وجود د پاره سبب حقيقي دی نو دغه شان والدین دانسان د وجود د پاره سبب ظاهري دي.

الله تعالى فرمايي:{وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا}الإسرا ۲۳

ترجمه:او ستا رب دا حکم کړي.چي بي د هغه (الله) نه د بل هیچا عبادت مه کوئ،او د مور او پلار سره احسان (ښیګړه او ښه سلوک) کوئ.

د امام قرطبي رحمه الله تحقيق

امام قرطبي رحمه الله هم ددې آيت د لاندي لیکلي چې په دې آيت کي الله رب العزت د خپل عبادت او توحید د حکم نه روسته د والدینو سره د احسان او ښه سلوک کولو حکم فرمايلي. لکه څرنگ چې الله تعالى په سورة لقمان کې د خپل شکر اداء کولو نه روسته د مور او پلار د شكريیی اداء کولو حکم کړي، الله جل جلاله فرمایي:{وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ}لقمان۱۴

او موږ انسان ته د خپل مور او پلار د حق پيژندني تاكيد کړی دى. د هغه مور د كمزورۍ د پاسه د كمزورۍ په حال كي هغه را اخيستى، په خپله ګېډه كي یې وساته او دوه كلونه یې په تي وركولو ولګېدل. (له همدې امله موږ هغه ته نصيحت وکړ چي) زما شكر وکړه او د خپل مور او پلار شكر پر ځاى کړه، همدا زما لوري ته ستا راګرځېدل دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۲)




د کلي مینځ کی ډزې وشوې
په زړه کافره ياره ودې کړه کوژدنه




#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ ⭐

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖
Like❤️❕Comment💬❕Share➡️
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖


*۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞*

*اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ 🌸

اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌺



#Emal_Wardak

ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ ⭐

✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖
Like❤️❕Comment💬❕Share➡️
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.