حوثیانو پر سعودي عربستان د بالستيک توغنديو بريدونه کړي
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل)
د راپورونو له مخې د یمن د حوثي وسلوالو پر سعودي عربستان د بالستيک توغنديو بريدونه کړي.
د سعودي په مشرۍ د عرب ائتلاف ویاند رسنیو ته ویلي، چې له یمن څخه د سعودي عربستان د سویل لویدیځ پر "خمیس مشیط" ښار څو بالستیک توغندي توغول شوي خو په خبره یې ټول د دفاعي سیستم له لوري په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوي دي.
په ورته مهال د حوثیانو د پوځي ځانګې "انصارالله" ویاند یحیی سریع پرخپله ټویټرپاڼه د یو ویډیویي پیغام په خپرولو سره ادعا کړې، چې د سعودي عربستان په نجران، ابها او خمیس مشیط ښارونو کې یې د سعودي په مشرۍ د عرب ائتلاف په دریو پوځي اډو ۵ پالستیک توغندي ویشتلي، چې په خبره یې ټول په هدف لګیدلي دي.
باید وویل شي چې حوثیان په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ائتلاف پر وړاندې جګړه کوي او دغه مقاومتي ډله وخت ناوخت د سعودي دننه هم ځينې اهداف په نښه کوي، خو ډېری توغندي یې د سعودي د دفاعي سیستم له لوري په هوا کې له منځه وړل کیږي.
https://wp.me/p8XUyy-t5Z