👆👆👆👆👆👆👆
ستا تصویر
ــــــــــــــــ
نیولی مې په زړه پـورې دی ګرانه ستا تصویر
لوند شوی دی د اوښکـو لـه بارانه ستا تصویر
زه تـنـده د دیـدن پـرې مـاتـومـه ؛ اې دلــبــره
په ستـرګـو ښکلـومـه لـه ارمــانـه ستا تصویر
یم مات د ستـا د یاد له درانـه بـاره ؛ زما ياره
لاسونو کې مې رپـي لـه هجرانـه ستا تصویر
شیبې د ژوندانه مې درپسـې شولې ستومانه
خراب خراب خراب کړمه جانانه ستا تصویر
اشنـا ماتـیـږي چـیـرتـه پـې زمـا لیوانۍ مینه
را اخلـمـه چـې بیـا بیا لـه نـاکامه ستا تصویر
په سرمې دخیالونو سمندر واخلي چې ګورم
ګـربـزه مستـغـفـره ؛ بـې لـه تـانه ستا تصویر