سُڪون 😘Sacon❤️


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


ښه راغلاست ♥☞
دلته تاسو ته ♥☞
حدیثونه ♥☞
دقرانکریم ژباړه♥ ☞
ویناوې ♥☞
اسلامې معلومات♥ ☞
اسلامۍ لیکنۍ♥ ☞
اسلامې کېسۍ♥☞
آدبې لیکنۍ♥ ☞
غوره خبرې ♥☞
نشروو له موږ سره ووسئ ☞
مننننه ♥

|█████████░| 97%
Rahmanullah Rahmani
@Rahmani825 تبادله 👈

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


داوبو څښلو سنت طريقه!👇👇👇

۱- بسم الله ویل
۲- په ښی لاس څښل
رسول الله (ص) فرمایلې: په ښی لاس خوراک او څښاک کوئ ځکه چې شیطان په چپ لاس خوړل او څښل کوي. (موطا،احمد)

۳- دڅښلو پروخت دلوښي څخه بهر ساه(نفس) اخیستل او په ۳ ساه ګانو څښل.
رسول الله (ص) به دڅښلو پر وخت ۳ ځله ساه (تنفس)اخیستلو. (مسلم)

۴- په ناسته څښل
رسول الله (ص) فرمایلې: ستاسې څخه دي څوک په ولاړه څښل نه کوي. (مسلم)

۵- دڅښلو څخه وروسته الحمدلله ویل
رسول الله (ص) فرمایلې: الله جل جلاله له هغه بنده څخه راضی کیږي چې وخوري او ( دهغې شکر اداکړي) الحمدلله ووایې، او چې کله وڅښې نو (دهغې شکر اداکړي) الحمدلله ووایې

. (مسلم)



❤️😘


‏رسول الله ﷺ فرمایي:
‏څلور شیان چې چاته ورکړل شي؛ نو هغه د دین او دنیا نېکي خپله کړې ده:
‏۱ - هغه ژبه چې په ذکر مشغوله وي.
‏۲ - هغه زړه چې په ذکر کښې مشغول وي.
‏۳ - هغه بدن چې په سختۍ کې بوخت وي.
‏۴ - هغه ښځه چې د خپل نفس او د خاوند په مال کې خیانت نه کوي.
‏رواه طبراني
‏⁧




❤️😘


الله عزوجل ته ډېر خوښ عمل؛

نبي ڪریم (ﷺ) فرمایلي دي:
د یوه مسلمان زړه خوشحاله ڪول یا تڪلیف ځني ليري ڪول الله عزوجل ته ډېر خوښ عمل دئ.

(أخرجه الطبراني في )
(المعجم الأوسط 6026)



❤️😘


🌿رسول اللهﷺ فرمايلي دي 🥀

څوک چي خپل کور ته داخليږي او سورة اخلاص تلاوت کړي، د ده له کور څخه به فقر او مسکیني ورکه شي.🌷

(طبراني)💐



❤️😘


♡خوږ پيغمر(ﷺ)🌹
♡ستر ريښتيا ويونکی وو!!.💕

🌷❤️🌹




❤️😘


خوب دي قبر ته وساته، او ساتيري او خوبونه کم کړه ځکه داسې خوب درباندې راروان دی چې سهار يې قيامت دی.



❤️😘


صالحه مېرمن د خاوند لپاره عزت او آبرو ده.



❤️😘


کله چې سجدې ته ځې🕋
دا فکر کوه چې تر ما بل غټ ګنهګار نسته
او تر الله ﷻ بل غټ مهربان نسته 🕋




❤️😘


هغه زړه❤
👈چي _پر _الله"ﷻ"_عاشق _وي،♥️
باچا _دئ.👑



❤️😘


‏ِ رَبَّنَا وَ تَقَبَّل دُعَاءَ🌛😔
ای ربهﷻ ته زمونږ دعاوی قبولې ڪـړه.




❤️😘


يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱسْتَعِينُواْ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ.
O you who believe, seek help through patience and prayer. Indeed, Allah Almighty is with the patient.
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړې، په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، بېشکه(په حقيقت کې) الله ج له صبر کوونکو سره دی.



❤️😘


د کامیابی اصول
علی رض وایي: له رسول الله ص نه مې وپوښتل ستاسې سنت څه دي؟
رسول الله ص و فرمایل:
۱- معرفت مې اصلي سرمایه ده
۲- عقل مې د دین اصل دی
۳- مینه مې اساس دی
۴- تلوسه مې سورلۍ ده
۵- د خدای تعالی ذکر مې ملګری دی
۶- اعتماد مې خزانه ده
۷- غم مې ملګری دی
۸- علم مې وسله ده
۹- صبر مې لباس دی
۱۰- رضاء مې د غنیمت مال دی
۱۱- عاجزي مې فخر دی
۱۲- ذهد مې پیشه ده
۱۳- یقین مې قوت دی
۱۴- صدقه مې ساتونکې او ملاتړې ده
۱۵- طاعت راته قناعت او کفایت دی
۱۶- جهاد مې اخلاق دي
۱۷- لمونځ مې د سترګو یخوالی دی



❤️😘


حسن بصري ته چا وويل: زړه مې سخت دی ، ځواب يې ورکړ: په ذکر باندې ادب ورکړه



❤️😘


کله چې مو غلطي وکړه ، نو تاسو بايد درې شيان ترسره کړئ!

۱_ اول هغه ومنے
۲_ دوهم له هغې يو څه زده کړئ
۳_ دريم بيا يې مه تکراروی




❤️😘


*دری شیانه هیڅکله مه هیروی:*
*① الله*
*② مرګ*
*③ حساب او کتاب*



❤️😘


هېڅکله درې خبري مه هېروه
1 د قيامت ورځ مه هېروه
2 د قبر شپه مه هېروه
3 د اللّه ج ملاقت مه هېروه چې د خپلو ښو او بدو ځواب به داللّه ج په حضور کې ورکوی.



❤️😘


د مور جالبه کیسه‼️

یوه مور د خپل ناروغه زوی د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې.
ملایکه راښکته شوه, مور ته يې وویل:
#اې_مورې ! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، ووایه څه غواړې؟
مور ملایکې ته وویل:
له الله ﷻ څخه غواړم, چی زما زوی ته شیفا ورکړي. ملایکې وویل: پښیمانه کیږې خو به نه؟
مور ځواب ورکړ:
نه!
ملایکې وویل:
اوس دې زوی روغ شو، خو تا کولای شول, چې دخپلو ړندو سترګو غوښتنه دې کړې وی...
یوه ورځ زوی مورته وویل:
مورې ! زما میرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم, ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې...
مور له کور څخه بهر شوه, یواځې کیناستله او پر ژړا بوخته شوه.
ملایکه بیا راښکته شوه مور ته يې وويل:
ودې لیدل چې ستا زوی له تاسره څه وکړل؟
اوس پښیمانه شوې؟
غواړي ورته ښېرا وکړې؟
مور وویل: نه پښيمانه یمه او نه هم ښېرا ورته کوم، ته څه پوهیږې؟
ملایکې وویل:
بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی،له الله ﷻ څخه دخپلو سترگو لید غواړې؟
مور په ډاډ سره وویل, نه! ملایکې وویل, نو څه؟
مور ځواب ورکړ:
له الله ﷻ څخه غواړم نګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چی زما زوی بختور کړي, ځکه زه نوره هلته نه یمه چې له خپل زوی څخه څارنه وکړم.
دملايکې له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي دمور په سترګو کې ور توی شول او سترګو يې دید پیدا کړ.
کله چې مور دملایکې اوښکې ولیدلې, ورڅخه ويې پوښتل:
ملایکې هم ژړا کوي؟
ملایکې وویل: هو!
خو یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي.
مور پوښتنه وکړه:
الله ﷻ هم ژړا کوي؟
ملایکې ځواب ورکړ:
الله ﷻ همدا شیبه په لیوالتیا دخپل خلقت, چې نوم يې مور ده ژاړي. ياني چې مور ژاړي; الله تعالی هم ژاړي😭😭





❤️😘


#نبي کریم ﷺ فرمايلې :

تر ټولو غوره دُعا «الْحَمْدُ الله» ويل دې.!!




😘❤


په جنت کې به لومړۍ شېبې څومره حیرانوونکې او خوندورې وي!!!
تل پاتې آرامه فضاء، سیندونه، ماڼۍ، مېوې، خېمې، له سرو سپینو او ورېښمو جوړ توکي، د دې هر څه په لومړي ځل لیدلو به څنګه احساس کوو!

کله چې پخوا مړه شوي خپلوان ګورو، له خپلو والدینو، خویندو، بچیانو او نورو خپلوانو سره له ډېرې مودې وروسته ګورو، څه حالت به مو وي؟!

کله چې په سختو ناروغیو کې مړ روغ شوی وي، د غمجن غمونه ختم وي، سپینږیری ځوان شوی او ښایسته شوی وي، څومره به حیران یو؟!

کله چې له انبياوو سره ملاقات کوو، له صحابه کرامو سره لیده کاته کوو، د ملت له مشرانو علماوو سره ناسته پاڅه کوو، د امت اتلان وينو، سپېڅلي شهيدان ګورو او له ملایکو سره خبرې اترې کوو.
راته وویل شي چې هغه ابوبکر دی، هغه را روان کس عمر دی او هغه تر ونې لاندې کس خالد ابن الولید دی.
دا خوږ غږ د داود علیه السلام دی او دا بیا د بلال خوږ آذان دی، دا دی اوس به نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وګورئ.
هغه أصحاب الأخدود دي، هلته أهل الكهف دي، أصحاب السفينة هاغه دي، دغه د آل فرعون مؤمن دی، هغه دی ذو القرنين را روان دی، هلته د ابو هريرة مجلس دی، هاغه ابن عباس دی، دا ابن مسعود..!

هغه به څنګه حال وي چې د بدر سپوږمۍ د لیدلو غوندې له الله تعالی سره داسې ملاقات وکړو چې زموږ او د هغه تر منځ هېڅ پرده نه وي!

د جنت لومړۍ شېبه، لومړۍ شپه او لومړی سهار به څنګه وي، کار او وظيفې به نه وي، حساب او کتاب به نه وي، د یوې ګولې ډوډۍ د ګټلو هېڅ اندېښنه به نه وي، نه به یې د ګټلو لپاره د مفسدینو مزدوري کوو، د کورنۍ، خپلوانو او ټولو بې وزلانو د لوږې، تندې، مرګ او مرض تشویشونه به ختم وي، د پردې تر شا سیاستونه به ختم، د نفاق، دوکو، بدمرغیو، جنګونو، نفرتونو او کرکو ټغر به ټول وي. سپینږیرتوب، کمزوري، ناروغۍ او غمونه به نه وي، آراموونکو درملو ته به اړتیا نه وي..!

د الله جل جلاله د لیدو پر مهال به مو حال څنګه وي..؟!

اې ربه! ته مو جنتیان کړې..❤👏




❤️😘


[سُوۡرَةُ الذّاریَات : 35]

فَأَخْرَجْنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ

بيا موږ هغه ټول خلك چي مؤمنان وه، د هغه سيمه څخه راويستل؛




❤️😘

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

2 979

obunachilar
Kanal statistikasi