ترانه ويونکو وروڼو ته توصيه:
السلام علیکم ورحمة اللّٰه! وبرکاته
دا څه وخت کیږي چې ځیني ترانې جوړونکې او ترانه ویونکې وروڼه دالامارة دترانو رسمي لوګو پر خپلو شخصي او یا هغو ترانو نشر کوي چې په الامارة ویب پاڼه کې نه وي نشر سوي، د دوی دغه عمل د مسؤلو چارواکو له اجازې پرته تر سره کیږي، لهذا ټولو ترانه جوړوونکو او ترانه ویونکوته توصيه کیږي چې په خپلو شخصي ترانو کې دالامارة لوګو استعمال نه کړي.
دا راز په دې ورستیو کې ځیني ترانه ویوونکي دخپلو ترانو له ږغ سره یو بل ږغ یا دالله جل جلاله نوم ذکر کوي او هغه هم داسې چې یو ډول موسیقي ته نژدې وي.
هغوی ته مو سپارښتنه داده چې دالله جل جلاله مبارک نوم دا ډول او د موسیقي پر ځای استعمالول د الله جل جلاله د مبارک نامه سپکاوی دی، لهذا له ټولو ترانه وویونکو څخه غواړو چې له دې وروسته له خپلو ترانو سره ذکر او ذکرته ورته اوازونه یو ځای نه کړي.
په درنښت
دفرهنګي کمیسیون دشعر او ادب اداره
۱۱/۱۱/۱۴۴۲ھ ق