په اننګــــــو بانــدې د یاره دا عذاب بد دی
لکه خـــــزان په سرو سرو پاڼو دګلاب بد دی
نه مینـــــــه بده ده او نه هم ملګرتیا بده ده
خو پکې کـــــړی یاره مونــږه انتخاب بد دی
ترې لاندې پټه خـــزانه ده د الماسو اومرجان
له پاسه پروت وربانــدې داښامارنقاب بد دی
دزلفو ولونه د اشنا په اوږو لام لام خوند کړي
تورشان غلاف دې د دروڼ مخ پرکتاب بد دی
چې تا له ما سره تر کوم حده زیاتی کړی دی
هغومره تا سره نــرمي ښه ده حساب بد دی
چې د (ثاقب امارتي) په زړه پرهر پاتې شي
ستا مبارکه خــــــوله او دا رقم ځواب بد دی