غزل
لکه زمري ياران مې يو په بل پسې بايلله
ما انقلاب کې څۀ سړي د زمانې بايلله
له ما را تاو و اغزن، تار د ليوني بېلتانۀ
ښکلا، ځواني او دنګ چنار قد مې په دې بایلله
خود به يې سترګو نه د اوښکو په ځای ویني تللې
دوه ګلالي وروڼه چې پاکې پښتنې بایلله
ويلي کېدل، پيکه کېدل، او ژړېدل ورپسې
د ځان په اور چې پتنګان بلې ډېوې بایلله
غلې، بې ذوقه به د هر غلام په سر رپېدل
قحط الرجال و او سرونه به شملې بایلله
بابا آخِر وخت و، دوی اچول مړوند ته بنګړي
ستا تاریخونه دي بچو بې اندازې بایلله
چې شفاعت د چا د دوو سترګو ازار وواهه
کرار، کرار خوندونه پټې يارانې بایلله
👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567
لکه زمري ياران مې يو په بل پسې بايلله
ما انقلاب کې څۀ سړي د زمانې بايلله
له ما را تاو و اغزن، تار د ليوني بېلتانۀ
ښکلا، ځواني او دنګ چنار قد مې په دې بایلله
خود به يې سترګو نه د اوښکو په ځای ویني تللې
دوه ګلالي وروڼه چې پاکې پښتنې بایلله
ويلي کېدل، پيکه کېدل، او ژړېدل ورپسې
د ځان په اور چې پتنګان بلې ډېوې بایلله
غلې، بې ذوقه به د هر غلام په سر رپېدل
قحط الرجال و او سرونه به شملې بایلله
بابا آخِر وخت و، دوی اچول مړوند ته بنګړي
ستا تاریخونه دي بچو بې اندازې بایلله
چې شفاعت د چا د دوو سترګو ازار وواهه
کرار، کرار خوندونه پټې يارانې بایلله
👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567