بیتونه
يو ځل چې د يار له بېلتون لاندې شي
واوړي په سړي په ژوندانۀ خاورې
زخم ته مرهم د وصال پورې کړه
تويي کړه د درد په تنارۀ خاورې
څنګه به مې اوښکې ورته ټينګې شي
اړوي ياران زما په زړۀ خاورې
هو چې د لالي په زلفو پورې وي
لپو کې را واچوه هغه خاورې
څۀ په زلفو و شيندم؟ تۀ ووايه!
نۀ د ګلاب پاڼې شته او نۀ خاورې
ما باندې به حشر کې شاهده يې
زما د سجدې او د لمانځۀ خاورې
هو نو شفاعت دي تورې خاورې شي
نۀ چې شې تور سترګې ياره تۀ خاورې
👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567
يو ځل چې د يار له بېلتون لاندې شي
واوړي په سړي په ژوندانۀ خاورې
زخم ته مرهم د وصال پورې کړه
تويي کړه د درد په تنارۀ خاورې
څنګه به مې اوښکې ورته ټينګې شي
اړوي ياران زما په زړۀ خاورې
هو چې د لالي په زلفو پورې وي
لپو کې را واچوه هغه خاورې
څۀ په زلفو و شيندم؟ تۀ ووايه!
نۀ د ګلاب پاڼې شته او نۀ خاورې
ما باندې به حشر کې شاهده يې
زما د سجدې او د لمانځۀ خاورې
هو نو شفاعت دي تورې خاورې شي
نۀ چې شې تور سترګې ياره تۀ خاورې
👇👇👇👇👇
@Shafaatraihan4567