د مظلومې خورکۍ ګېله د
سلطان صلاح الدین ایوبي لپاره
ورک رانه جانان دی
ورک رانه جهان دی
ډیر سخت امتحان دی
ورک رانه جهان دی
زما هغه دلدار نشته
زما هغه غمخوار نشته
ما باندی خزان دی
ورک رانه جهان دی
غواړی ډال او توره بیا
دغه ګونډه بوره بیا
مات میرات ارمان دی
ورک رانه جهان دی
پیغله د غزې یمه
لرې له کعبې یمه
دغه مې ایمان دی
ورک رانه جهان دی
خدایه ایوبي غواړم
یو بل یې ثاني غواړم
سخت راته زندان دی
ورک رانه جهان دی
مات او ړنګ شاهین یمه
حق لپاره سپین یمه
تریخ چې مې داستان دی
ورک رانه جهان دی
سلطان صلاح الدین ایوبي لپاره
ورک رانه جانان دی
ورک رانه جهان دی
ډیر سخت امتحان دی
ورک رانه جهان دی
زما هغه دلدار نشته
زما هغه غمخوار نشته
ما باندی خزان دی
ورک رانه جهان دی
غواړی ډال او توره بیا
دغه ګونډه بوره بیا
مات میرات ارمان دی
ورک رانه جهان دی
پیغله د غزې یمه
لرې له کعبې یمه
دغه مې ایمان دی
ورک رانه جهان دی
خدایه ایوبي غواړم
یو بل یې ثاني غواړم
سخت راته زندان دی
ورک رانه جهان دی
مات او ړنګ شاهین یمه
حق لپاره سپین یمه
تریخ چې مې داستان دی
ورک رانه جهان دی
~ شاهین حمزه