#یو_غږ_اوچت_شو_چی_ووځی_دا بد بوی مو ځوری
❤️#دویمه_برخه❤️
پریږدی له خپلو بدمرغیو سره، د خپلو تورو ورځو په غیږ کی ، چی د همدغو ستاسو انسانانو د جنایتونو پایله ده، چی خوشحاله واوسم او فلاکت په دی انزوا او بدمرغی کی له انسان او انسانیت څخه لیری خپله وروستی ساه وباسم او له زهرلړلی ژوند څخه می خلاصه شم لاړ شی، او ما د ذلت او محنت په سیند کی یوازی پریږدی!
زه ولاړ یم او اوښکی تویوم. لاهم له شی څخه خبر نه یم او دهغه موجود په اړه معلومات نه لرم، چی زما په وړاندی یی پلتری وهلی او پردی لمدو خاورو ناست دی، خو زه یوازی یوه جنی وینم، له هغه جنس څخه چی ټوله نړی یی تر خپل واک لاندی راوستی دا جنی له بیساری بدمرغی او خواریو سره لاس و ګریوان ده. لنډه دا چی له هغه موجود څخه یو جنس دی، چی زه یم.
تور ویښتان یی #ول_ول د مخ پر دواړو خواوو راایله رنګ یی الوتی. اننګی یی ننوتی وو. بدن یی د کمزوری له کبله د ویښته د تار غوندی نری و. د خولی دواړه خواوو ته یی د زخمونو او دانو نښی ښکاریدی، چی خیره او وینه تری څڅیدله نری شونډی یی سره لیری شوی. واړه خو ژیړه غاښونه یی ورڅخه ښکاری یوازی یی جذابی سترګی او وروځی دا ښیی، چی شپږ میاشتی یی یا یو کال وړاندی به دا هم یوه ښکلی جنی وه.
هغی تر خبرو وروسته بیا راته وکتل او په دی هڅه کی وه چی بیاهم یو څه ووایی او ماله ځانه وشړی. شاید زما پر مخ اوښکو څاڅکو د هغی پام را اړوی ویی ویل تاسی ژاړی آیا په تاسو کی هم مینه او رحم پیدا کیږی تاسی چا ته اوښکی تویوی؟ زما بدمرغیو ته! که داسی وی زه مو دا خوخوږی نه منم هلیه کوم لاړشی او بیځایه خپل وخت مه ضایع کوی
سره له دی، چی له ژاړه څخه می ډډه نه شوه کولای، په خاکساری او ادب سره وړاندی لاړم او ومی ویل:
ولی ما له ځانه شړی؟ زه ستا خدمت ته راغلی یم، تر هغه مهاله چی ته می هوسا کړی نه یی له دی ځایه نه ځم.
ویی ویل
ما ته میرمن خطاب کوی،حال دا چی زه تر حیواناتو خواره او ټیټه یم؟ ته زما خدمت ته راغلی یی، حال ده چی ټول راڅخه لیری تښتی؟ ته زما هوسا یی او ارامتیا غواړی، حال دا چی زما برخلیک او تقدیر ذلت او ټیټوال دی؟ وایم لاړشه او همداسی می پریږه. ستا خواخوږی به ما ته هیڅ کټه هم ونه رسوی. هسی دی ځان په عذاب کړی، له تاڅخه همدومره مننه کوم، زما لیدو ته راغلی
ومی ویل
میرمنی؟ داسی ښکاری، چی ډیره ځوریدلی یی او ډیری خواری دی لیدلی. ستا اوسنی وضعه ما او زما وجدان ته اجازه نه راکوی، چی همداسی دی پریږدم! او زه لاړشم. زه دی باید ساتنه او پالنه وکړم
ــــ عجیبه دا؟ ته له همداسی یوی ټولنی نه یی؟ ته هم وجدان په مانا پوهیږی؟ آیا په دغو انسانانو کی چی زه یی ګورم وجدان شته؟ ډیر ښه! زه تا پو خپلو خیالونو او تکلونو کی ازاد پریږم. خو دا به درته ووایم، چی زما په اړه مو زحمتونه او کړاوونه بیځایه ځی وړاندی تر دی چی زما درملنه وکړی مرګ چی ډیر راباندی ګران دی. ما له ځان سره وړی آیا په رښتیا ته له هغو انسانانو څخه یی، چی زما دغه بدمرغی وزغمی او په دی ماتمځی کی می خواخوږی واوسی؟ زه نه راضی کیږم، بیځایه ځان مه کړوه.
درڅخه هیله کوم، چی لاړه شه، دا حالت راباندی ګران دی، ځکه د ټولو انسانانو د جرمونو بدله په یوازی ځان زغمم او نه غواړم. چی بل تن هم راسره په دغه غذاب کی راشریک شی. زه یی د زغم توان لرمه خو ته یی نه لری.
په حقیقت کی دا بیان دومره خوږ. اهنګین او زړه راکښونکی و. چی له ژړا پرته می بل جواب نه درلود څه له پاسه نیم ساعت یی سرته ناست وم او ژړل می. اخر له ځایه اوچت شوم. مخه ښه می ورسره وکړه او د بیا کتو له ژمنی شره سم راووتلم.
روان وم، خو هغه پخوانی بیړه می نه وه. دپښو سیک می ختلی و. پر ځان می یو ډیر دروند وزن احساساوه او دزغم توان می له لاسه ورکړی و. پر لاره تلم خو بی هوډه. دی ته می پام نه و. چی څه کوم او څه به وکړم له تصمیم، وینا او کردار څخه پاتی وم. خپل فکر اروا عواطف او احساسات می په هغه کور کی پریښی وو او تری راوتلی وم هڅه می کوله، چی د امکان تر حده ځان هوسا کړم...........خو نه پوهیدم، چی څنګه او له کومی لاری. بی ارادی می شا و خوا ته کتل، څو ګامه به چی وړاندی تلم بیابه می تر شا کتل اخر د دی لپاره چی وخت بیځایه تیر نه کړم هڅه می وکړه خپل فکرونه سره راغونډ کړم او هغه #جنی چی په هغه ویروونکی کنده کی راښکیله ده وژغورم، تر هر څه وړاندی می وپتییله، چی یو ډاکتر ورته په پام کی ونیسم، په هغه واټ کی چی روان وم. نو ډیرو کلونو استوګنی له کبله می له سیمی او خلکو سره بشپړه بلدتیا لرله. د هغی سیمی هر سړی می پیژانده. سربیره پردی دا هم راته څرنګده وه. چی د دی ښار تر ټولو ښه ډاکتر په همدی ځای کی اوسیږی، نو کله چی یی کورته ورسیدم ، د کور د وره تابلو ته می وکتل، لکه څنګه چی خلک یوه په زړه پوری انځور ته په ځیر او مینه ګوری ما هم خپلی سترګی پر هغی تابلو خښی کړی وی لکه چی سودا می هم له لا