دریمه برخه
پــاڼـــه ورژیــــده
وړاندی کونکی👈👈دردیدلی زندانی
#یوی_نری_موسکا_سره_یــی_وویــل
تاسی غواړی د خپلو همډولو انسانانو له راتپل شوی ذلت او بدمرغی راڅخه واخلی ،دا نه شی کیدی ځکه تاسی دوه کسان نه شی. کولای د ټولو بشری ظلمونو او هغه څه مخالفت وکړی. چی د پاک خدای (ج) ارده وی هر سړی باید یو ډول نه یوډول مړشی. زما مړینه هم همداسی ټاکل شوی ده
ډاکټران هم هر وخت د ناروغانو په وړاندی سړه سینه لری. خو د دی #جنی خواشینوونکی حالت پر ډاکتر هم اغیز وکړی او می لیدی چی زما په څیر یی سترګی له اوښکو ډکی شوی او په خپل حیران دی. د دی لپاره چی له وخت څخه سپماوشی. نو خپل بکس یی پرانیست او د امپول په تر زیقولو یی پیل وکړ
ماته یی وویل
که غواړی. چی یو خدمت تر سره کړی. نو لاړ شه د ارام لپاره یی همدلته ځای برابر کړه. یو کټ راولیږه. زه به یی د ډوډی او خوړو تابیا وکړم
نور نو هغه کهالی په ما کی نه وه. ټول له انرژی او ځواک څخه ډک شوی وم. حیران وم چی ځنګه په نیم ساعت کی د اور منقل، یوه نالۍ، یو لوی تلتک، دوه ټغرونه، سماوار، ګیلاس، دری څلور غابه او نور داسی وسایل چی یوه کس د لنډمهالی استراحت لپاره په کار وو. هغه ځای ته راوړل....
لنډه دا چی ما او ډاکتر د هغی ځای پاک او جوړ کړ، په یو پاو وخت کی مو کټ ورته برابر کړ او ناروغ مو په داسی حال کی په کی ځای پر ځای کړ، چی په لاس کی یی د کاغذونو یوه بسته ښکاریده......
پخوانی تلتک مو لیری کړ او اور مو ور واچاوه پر دی مهال مو دومره وخت نه درلود، چی نوری پوښتنی ګرویږنی وکړو. ټول حواس مو د هغی ارام او استراحت ته ځیر کړی وو. کله چی مو د هغی په لاس کی کاغذونه ولیدل، نو کنجکاوۍ او پلټنی حس مو په خوځندو شو، ومی پوښتله دا پانی د څه شی دی.....؟
ــــ اوس می دا د ژوند رازونه دی، تاسی په دی اړه د پوښتنی حق نه لرئ، خو ډیر ژربه له دی حقیقت څخه خبر شئ. زیاتی پلټنی می وړ ونه ګڼلی ډاکتر راته لارښونه وکړه چی څار نه او پالنه وکړم که وتوانیدم یو ځل یی ومینځم، چی تر یوه حده پاکه شی او د نورو خوړو پر ځای دی شیدی او فرنی ورکړل شی. راته ویی ویل اوس دا غور ده، چی ارامه یی پریږدو او ورڅخه لاړشو، سبا لمرخاته مهال به یی بیا پوښتنه وکړو. نور نو اړتیا نه وه، چی ډاکتر ته لارښوونه وکړم، ځکه هغه تر ما د هغی په اړه پاملرنه کولـه. له#جنی سره مو مخه ښه وکړه او د لنډ مهال لپاره راووتو. ډاکتر په لاره کی دهغی د درملنی په اړه نهیلی وښوده او ویی ویل، چی ډیر زر به له نړی مخه ښه وکړی. موږ ډیر وروسته ورباندی خبر شولو، اوس نو کار تر کارتیر دی..........
دناروغۍ پوښتنه می وکړه
ویی ویل
سل ناروغی ده نور نو د درملنی نه ده. زه هم د ډاکتر له نهیلی څخه ډیر اغیزمن شوم....
ومی ویل
که مناسبه وی، نور ډاکتران به هم راوغواړو. ویی ویل:
بی ګټی دی. خو ستا مخنیوی هم نه کوم. زه بیا هم له هڅو څخه ډډه نه کوم دا امکان تر وروستی بریده به خپله هڅه وکړم د ډاکتر د کور مخی ته مو مخه ښه وکړه او سره بیل شول........
له هغی تاریخی ورځی څخه دوی ورځی تیری شوی ناروغ یو څه ښه شو ډاکتر می چی وکوت، د لومړی ورځی په پرتله هیله من ښکاریده.
په دی یوه ساعت ډیر ورسره پاتی کیدم او خبری به می ورسره کولی خوکله چی به می د هغی د سوابقو پوښتنه وکړه. نو ویل به یی:
اخر به پوه شی ... یا به یی هم یوه لنډه مانا لرونکی جمله ویله
زه یی فاحشه کړمه، رښتیا ته ولی د یوی فاحشی په پالنه او ساتنه خپل وخت ضایع کوی؟
په دی دوو ورځو کی پر موږ دوو تنو سربیره دوه نور کسان هم راپیدا شول، چی د هغوی په غوښتنه یی نومونه نه یادوم (یو تن یی بهرنی او دښه لوړ مقام خاوند و)دوی له موږ سره هر ډول مرستی ته چمتو شول درییمه ورځ وه. مازیکر مهال د ناروغ کتنی ته لاړو. زګیروی اړ اوښکی یی تویولی. علت می وپوښت ویی ویل.....
زه ډاډع یم. چی ډیر زر به له ژونده خلاصه شم. نو له تا نه یوه غوښتنه لرم..
غوښتل می چی د زړه ډاډ او د ښه کیدو امید ورکړم، خو ویی ویل زما خبره له ډاډه وتلی ده زما هیلی ته غوږ شه. ومی ویل مهربانی وکړه چی هرڅه چی وایی منم یی. ویی ویل
(سلورمه برخه به سبا ماخام به نشریږی)