د بلا دې هېر شې
داسي دې خدای نکړي چې زمادې هېر شې
طــــــالب جـــــانــــانه د بــــلا دې هېر شې
هر چـــــا لــــــیکلې ســــتا نــــامه په زړګي
ګومـــــان مې نشته چې د چـا دې هېر شې
ګل یې خو ګل غـــوندي دې عـــمر مــه شه
چې د بـــهار ښــــکلي ښــــکلا دې هېر شې
زمـا حــافظه کې چې محفوظ شوې یو ځل
نو به ناځــــوان یــــمه چې بیا دې هېر شې
ســــتا پرونی یـــم بې وفــــا خـــو نـــه یـم
چې نن مې یــــاد یې او صـــبا دې هېر شې
ســــخـته ګــــذار دې ورکــــړی فِـکر نه کړم
چې د نــــاټــــو او امـــــریـــکا دې هېر شې
دا نـو اوس ســــتا وزړه تــــه لــــویږي یاره
چې د طـــــالـــــب کــریـم الله دې هېر شې
طالب کریم الله