څه په کټ کټ به يې خندل ياره چې تلل
لکه سپين ستوري ځليدل ياره چې تلل
عــقـــابي ستـرګې به يې تورې کړلې
څه په ناز ناز به يې کتل ياره چې تلل
له رعــب هــيبته څخـه ډک تور زلفان
په سپـين مل مل به يې تړل ياره چې تلل
صـبر او زغم يې چې هيڅ نه درلودو
د جـــــــانان مينې هڅول ياره چې تلل
ليــوني نه وٌ دسپيڅلي شريعت خبر وه
زخــمي زخمي زخمي کوګل ياره چې تلل
وحـدت الله ابوحمزه نړۍبه څه فکر کړو
ګـلاب نرګس غاټول سمبل ياره چې تلل
وحدت الله ابوحمزه
لکه سپين ستوري ځليدل ياره چې تلل
عــقـــابي ستـرګې به يې تورې کړلې
څه په ناز ناز به يې کتل ياره چې تلل
له رعــب هــيبته څخـه ډک تور زلفان
په سپـين مل مل به يې تړل ياره چې تلل
صـبر او زغم يې چې هيڅ نه درلودو
د جـــــــانان مينې هڅول ياره چې تلل
ليــوني نه وٌ دسپيڅلي شريعت خبر وه
زخــمي زخمي زخمي کوګل ياره چې تلل
وحـدت الله ابوحمزه نړۍبه څه فکر کړو
ګـلاب نرګس غاټول سمبل ياره چې تلل
وحدت الله ابوحمزه