مثبت! 🤍
ــــــــــــ
لکه لوګی نرۍ نرۍ نڅېده
آغلې! څومره پۀ خوارۍ نڅېده
پۀ هزار وار حورو یې نۀ ورکوم
د جنتو پۀ مزدورۍ نڅېده
د جومات ورۀ ته مې تندی ټکر شو
زما پۀ خیال کې ښاپېرۍ نڅېده
د دې حرام بحث حلال ځواب یم
که د پوښتنو پۀ مصرۍ نڅېده
څۀ د زړې ډمې پۀ څېر ستړې وه
زندګي څۀ پۀ سوال زارۍ نڅېده
د خپل د زړۀ د خوشالۍ لپاره
څۀ پۀ سړه مسافرۍ نڅېده
انګار د شونډو، غشي غشي باڼۀ
احمده! ستا پۀ شاعرۍ نڅېده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
ــــــــــــ
لکه لوګی نرۍ نرۍ نڅېده
آغلې! څومره پۀ خوارۍ نڅېده
پۀ هزار وار حورو یې نۀ ورکوم
د جنتو پۀ مزدورۍ نڅېده
د جومات ورۀ ته مې تندی ټکر شو
زما پۀ خیال کې ښاپېرۍ نڅېده
د دې حرام بحث حلال ځواب یم
که د پوښتنو پۀ مصرۍ نڅېده
څۀ د زړې ډمې پۀ څېر ستړې وه
زندګي څۀ پۀ سوال زارۍ نڅېده
د خپل د زړۀ د خوشالۍ لپاره
څۀ پۀ سړه مسافرۍ نڅېده
انګار د شونډو، غشي غشي باڼۀ
احمده! ستا پۀ شاعرۍ نڅېده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
@aHMad_sAfi2