*دغرب له خوا دفکري جګړې له وسائلو څخه تعليم او تربيه*
۱_ اوله برخه
د تعلیم عملیه او تعلیمي نصاب د نسلونو د جوړولو قالب دی، او قالب
چې هر شکل ولري په هغه کې اچول شوی شی به هم په هماغه شکل
راوځي. دا نامعقوله ده چې قالب دې مستطیل شکل ولري، خو څوک دې
له هغه څخه د دایروي شي د جوړېدلو تمه وکړي. که تعلیمي نظام او
نصاب د غرب په خوښه جوړ شوی وي نو په طبیعي ډول به د هغه نصاب لوستونکي د غرب پر لاره ځي. او که نصاب د اسلام مطابق جوړ شوی
وي، نو لوستونکي به یې هم د اسلام پر لاره ځي.
کله چې په ۱۸۸۱م کې مصر د انګریزانو په لاس سقوط وکړ، نو د
انګلستان د هغه وخت حکومت د مصر له انګریز حاکم )الرډ کرومر( څخه
وغوښتل چې په مصر کې د انګریزي تسلط د ټینګولو لپاره یې چې هر څه
ته ضرورت وي د برتانیې له مرکزي حکومت څخه دې یې وغواړي.
خو د دې پر ځای چې )الرډ کرومر( د برتانیې له حکومت څخه پوځي وسائل
او پوځونه وغواړي هغه ورڅخه د)تعلیم ماهرین( وغوښتل. د برتانیې
حکومت د )الرډ کرومر( د غوښتنې په ځواب کې هغه ته )ډوګالس ډنلوپ(
چې د الهوت )مسیحي دینیاتو( دشاهي د فاکولتې فار التحصیل
مسیحي عالم وو ورولېږه.
)ډوګالس ډنلوپ( د مصر لپاره داسې یو د تعلیم نظام او نصاب جوړ کړ
چې هم یې د )الازهر( د تعلیمي او معنوي تأثیر مخه ورباندې ونیوله، او
هم یې د وخت په تېرېدلو په مصر کې د داسې یو نسل روزنه او پالنه وکړه
چې د مصر راتلونکی یې له اسلامه بیګانه او د انګریز په رنګ کې رنګ
کړ. او کله چې د مصر تعلیمي نصاب سیکولر )بې دینه( شو نو په هغه
پسې تقریبًا د ټولې عربۍ نړۍ تعلیمي نصابونه )سیکولر( شول، او
حکومتونه یې هم د غرب پر لاره روان شول چې تر ننه لا هم روان دي.
د دې لپاره چې غرب د ټولې اسلامي نړۍ د هېوادونو په تعلیمي نصابونو
کې د اسلام تاثیر له منځه وړی وي، او یا يې لږ ترلږه کم کړی وي نو د
ملګرو ملتو نړيواله مؤسسه یې وکاروله، او په ۱۹۷۷م کال کې د
یونسکو ) دملګرو ملتو د تعلیم او فرهنګ د څانګې( په چوکاټ کې يې
یوه تعلیمي اداره جوړه کړه چې نوم یې )سلام او غرب( وو. د دې ادارې
مشري په ملګرو ملتو کې د برتانیې پخواني سفیر)الرډ کارادون( کوله. دې
ادارې ۳۵ غړي لرل چې ۱۰ یې د اسلامي ممالکو د )سیکولرو(حکومتونو استازي ول او پاتې ۱۵ یې د اسرائیلو او غربي هېوادونو غړي
ول.
د )اسلام او غرب( دغې ادارې پدې موضوع کار کاوه چې څنګه په تعلیمي
نصابونو کې د ادیانو ترمنځ په مشترکو نقطو ترکیز وکړي، او په نصابونو
کې د داسې مضامینو او مفاهیمو مخنیوی وکړي چې )دین( ورکې د
)سلوک( لپاره معیار ټاکل کېږی.
دې ادارې د ټولو اسلامي هېوادونو نصابونه پداسې ډول جوړ کړل چې د
اسلام تاثیر ورڅخه له منځه یوسي او یا یې تر ممکنه حده کم کړي. او د
اسلام په عوض ورکې نور نظریات لکه )قومیت( )وطنیت(،)ژبپالنه( او
داسې نور په تعلیمي نصابونو کې د ملي ایډیالوژیو په حیث ورشامل
کړي.
د دې ادارې د فعالیتونو یو مثال په مصر کې دا وو چې د نصاب تر
تبدیلۍ دمخه د مصر د نصاب د تاریخ په مضمون کې د )فرعوني تاریخ(
برخه یوازې ۷۵ صفحې وه، خو تر تبدیلۍ وروسته ۳۱۷ صفحوته پورته
شوه.
او همدارنګه تر تبدیلۍ دمخه په نصاب کې د اسلامي تاریخ برخه ۱۰۷
صفحې وه ، خو تر تبدیلۍ وروسته دغه برخه ۳۵ صفحو ته راکښته شوه.
همدغه فارموله تقریبًا په ټولو اسلامي هېوادنو کې تطبیق شوه، ځکه چې
د نه تطبیقولو په صورت کې هېوادونه د)یونیسکو( له سازمان څخه
وېستل کېدل، او شهادتنامو یې په غربي نړۍ کې خپل )قبولیت( له لاسه
ورکاوه.
پورتنیو حقیقتونو ته په پام سره ویلی شو چې رسمي تعلیمي نظام په
اسلامي نړۍ کې د غرب تر ټولو خطرناکه وسیله ده.او تر څو چې دغه
وسیله د غرب په خوښه چلېږي نتائج به یې هم هغه ډول راوځي چې غرب يي غواړي .............
جريان لري
د(ديرغل پروړاندي ) له کتاب څخه
https://t.me/shhynshh1115