أسیرأنس حقانی


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


لُولــپه په سرو اُرونو کی باګرام کړه
@aasiraaneshqqani

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


د قدرمن أسیر أنس حقاني حفظه الله نوی رالیږل شوی شعر
👇👇👇

په خپلو ژمنو وفادار یمه نیمګری نه یم
زولنو زه د ژوند په خوند پوه کړمه ستړی نه یم

واه! د وصال په تکل عمر لنډوم د هجر
ژوندی ضمیر لرم، ژوندي یم، خلکو مړی نه یم

منم چې زه به د وخت تور یاغي سیلاب کې ګیر یم
لا هم د غره په څیر ولاړ یم، لا یې وړی نه یم

زه د ایمان په اور پوخ شوی فولادي ځنځیر یم
دنیا مې ځکه غوڅولی نشي پړی نه یم

شکر ښه بخت د پلار نیکه نه په میراث راپاتي
خدای مې ملګری دی هیڅ چاته یې ټیټ کړی نه یم

د آزادۍ د لیلا مینه به انس پالمه
د بې احساسه زړه سړی بې ننګ وګړی نه یم


په فارسی ژبه باندي نوې ترانه
📋... افغانستان میهن من ..

🎤 خواننده: جاویدآشنا
🖊 شاعر : جاویدآشنا
@jalilahmadjavid


ملا فقیر محمد درویش dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish




جاویدآشنا dan repost
د ملګرو په ډېروغوښتنو سره می
د محترم مولوي محمدأمین حیدري صاحب په زړه پوري پخوانی شعر ووایی
الله دی وکړی چې ستاسو هم خوښ شي👇👇👇




د الحاج مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله کورنۍ لخوا د نبى کريم صلى الله عليه وسلم روضې ته سلامونه او څو پيغامونه

شعر د مولوى بدرالدين حقانى

په اوازونو کې د الحاج ملا فقيرمحمد درويش
مولوي عبدالعزیزعزیزي
👇👇👇


د پاکې میني سوداګر

شاعر شهيد ذکریا حـقـــــاني

هغه وعدې دې راته ماتې کړې رښتیا غوندې شوې
جانانه څومره بې ښيګڼې نه اشنا غوندې شوې

ما خو په تا باندې د فخر سره ګلونه شیندل
د وخت ملګریا دومره ولې بې وفا غوندې شوې

تا دې راقیب سره په ټولو کړنو ژمنه وکړه
اوس مې له خپله لاسه وژنې بې پروا غوندې شوې

پوهیژم نه چې په تا څه د وخت تأثیر ولویده
د پاکې میني سوداګره د بل چا غوندې شوې

ما خو په خوا د میني لاس ڈیر قیمتي درکړۍ
نن دې په خپله په ځان کړي چې وړیا غوندې شوې

افسوس په دې راشي چې ولې نه امیده شمه
خو ژوندئ هیلي مې د ژوند سره تنها غوندې شوې

ذکریا مه کوه ګیله چې وخت بدل راغلی
عقیدې ولویدې په ځمکه په ژاړا غوندې شوې


جاویدآشنا dan repost
د اسلامي امارت د ترانه خوانانو او شاعرانو لپاره لارښوونې
ښکاره خبره او ثابت حقیقت دی چې د امریکایي یرغل په مقابل کې د روان جهاد یوه عمده برخه تبلیغاتي سنګر یا په خاص ډول د ترانه خوانۍ برخه ده، چې اولس ته د جهاد او قیام فکر ورکوي، ویده احساسات پاروي، د مجاهدینو مورال لوړوي او د دښمن په روحیه تر غشو او مرمیو هم ډیر اثر لري.
ترانه ویونکي او شاعران په ادبي برخه کې د اسلامي امارت او روان جهاد استازي ګڼل کیږي. له همدې امله زموږ مؤمن اولس دوی ته په ډیر درنښت قائل دی، نو بناء ترانه ویونکو او شاعرانو ته هم په کار ده چې په دې برخه کې داسې کردار ترسره کړي او خپل ورځنی چلند او تعامل داسې برابر کړي چې د جهاد او امارت له حیثیت سره موافق وي.
اول ــ هغه ترانه خوانان او شاعران چې د اسلامي امارت او مجاهدینو په عنوان ترانې وایي او په همدې نوم پیژندل شوي وي باید له لاندې کارونو څخه ځان وساتي.
۱ــ د ګوډاګي رژیم په غونډو، مشاعرو او هره نوع مجالسو کې ګډون کول.
۲ــ د ګوډاګي رژیم راډیوګانو ته ورتګ، په پروګرامونو کې یې ګډون او په ژوندۍ بڼه ترانې ورته ویل یا ورسره مرکې کول.
۳ــ د ګوډاګي رژیم له مربوطو کسانو او رسمي چارواکو سره روابط او انډیوالي پالل، ورتلل او ورسره لیدلو څخه ډډه وشي.
دوهم ــ د ګوډاګي رژیم د چارواکو له مجالسو پرته په نورو شخصي مجالسو، میلمستیاوو او مراسمو کې مشاعرې ترسره کول باک نه لري. خو دغه مشاعرې باید په ښه سنګین انداز ترسره شي او خدای مکړه داسې څه په کې ونه ویل شي چې د مجاهد له شان سره مناسب نه وي.
دریم ــ له طنزي، مسخره یي اشعارو جوړولو او ویلو څخه باید ځان وساتل شي.
څلورم ــ په فیسبوک باندې لایف نشرات هم باید په ډیر احتیاط ترسره شي ځکه دغه نشرات د زرګونو خلکو لخوا لیدل کیږي نو شاعران او ترانه خوانان وروڼه باید د اسلامي امارت یو ښه تصویر وړاندې کړي.
پنځم ــ له لوړو مواردو نو علاوه مهمه خبره دا ده چې په اشعارو او ترانو کې باید اسلامي، جهادي او ملي مفاهیم بیان شي، د اسلام، شریعت، جهاد او دغه ډول نورو عظیمو موضوعاتو په اړه اشعار ولیکل شي په بې ارزښته موضوعاتو باید وخت ونه لګول شي.
شپږم ــ شاعران دې کوښښ وکړي چې له جهاد او نظامي موضوعاتو نه علاوه په اخلاقي، اجتماعي، علمي او اصلاحي موضوعاتو هم اشعار ولیکي. تر څو په ترانه خوانۍ کې تنوع پیدا شي او د هر چا د ذوق موافق اشعار وویل شي او ورسره د اوریدونکو د اصلاح سبب هم وګرځي. ان شاءالله تعالی
د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون
۲۶/۸/۱۴۴۰هـ ق
۱۱/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/1م


د مولوي محمدامین حیدری نوی ترانه


مونږ د تللیو ټوک ټوک قافلو درد لمانځه
لا د ستا د رحلت غږ ته نه وو تیار

ویونکی او شاعر
مولوي محمدامین حیدري


اسمانونه ځمکي ټول په واويلا شول
دعمر روح چي اسمان ته په ختو شو

اواز مولوي محمد امين حيدرې
شاعر اسير انس حقاني


رابيل شول دهمزولو له کتاره په خندا
په ټوله مينه غيګ درکوي داره په خندا

اواز مولوي محمد امين حيدري






الفتح عملیات
شاعر مولوی محمدامین حیدری




نوی په زړه پوری ترانه
شپې تیروم دلته په شمار جانانه
*•┈┈••✾• آواز•✾••┈┈•*
قاري جاوید آشنا
••✾• شاعر•✾•
أسیر أنس حقاني حفظه الله
❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️


📋...ځیني دردونه ځينی خلکو ته ..

🎤 ویونکی : جاویدآشنا


🖊 شاعر : سید درمل

@jalilahmadjavid



20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

395

obunachilar
Kanal statistikasi