له خـولو وزي آهـــونه د زهـــیر زړګــي له درده
لیـمې مو تل له اوښــکو څخه ډکـي وي له درده
پراته مو پر څیرو وي تل د ویر او غــم ګـردونه
هم شــونډو مو نیولي وي سپــیره پـتري له درده
یتیم د شهـید پلار مـزار ته ناسـت وي په ژړا کـي
دخپل سـتړي ژونــدون ورته کیـسې کوي له درده
د ژوند د ارمانو غـوټۍ یې ګل نه وي خـزان شـي
هر څوک له خپل قســمته سه ګیلې لــري له درده
وحشـیانو یې د زړه ټوټـې شهـیدي یا قـیدي کړې
پر خوله هره مورکۍ ځـکه ښـیرې راوړي له درده
«ذاکــرځـلانده» هغه ورځ به پوه په ژونـدانه سو
چي غم کړي کډه بار خالي مو زړونه شي له درده
https://t.me/zakirzalandAshna