مولانا عبدالغفار بریالی


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


وایــه تـا چـي بــــریالی وژلــی نــه دی!
دا په غېږ کي دي پرې کړی سر د چا دی؟
دلته به تاسي ته د شهید مولانا عبدالغفار بریالي تقبله الله اشعار نشریږي.!
https://t.me/abdulghafar10

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


۱۶ غزل

چي یې درس وي پر میدان پاخه ویل
خـود بـې وځي تر دهان پاخه ویل

چي د ګلو په هوس یې خورک خار سو
ځـــــــکه وایــــي بلبلان پاخه ویل

کوم نسیم به نویشته کړي و بورا ته
د غــــنچې پـــر زنخذان پاخه ویل

آفلکه میګـــوني سه شفق رنــــــګه
ښه یادګار دی پر ګرېوان پاخه ویل

(انالحق) بله لمبه سوه په منصور کي
کړه شروع یـې پر میدان پاخه ویل

د عشق خوب ته مګر واورم له یوسفه
پـــــه تعبیر یې وو زندان پاخه ویل

سوړ باطن ګرمي خبري هی توبه سه
پوچ یــــې بــولي مطربان پاخه ویل

مړ هندو کله فیض مــومي له تلقینه
خــوښوي بـــــــه سخندان پاخه ویل

دا قلم به دي رسوا کـــړي بریالیــــــه
چي لیکــــي دي پر دېوان پاخه ویل
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


۱۵ غزل

شکر، شکر چي په وینو رنګین تا کړم
هم سرکوزی د فــراق پر بالین تا کړم

شاهدي د عشق مي لوستې په ځانګو کي
مسیح رنګه همسایه د پـــروین تا کړم

د سینې ټپ مي د هجر نمکاو خـــوري
پـــه عـــطا ددې نمــــک نمکین تا کړم

چي د غم په تناره کي ایـــــره نه سوم
پــه سخـتي کـي سمندر آتشین تا کړم

د وصــال د مچمچۍ په تعقیب درومم
خـــورنده د معجــــوني انګبین تا کړم

بېدردي راتــــــه سوچ کفر معلومیــږي
مسلــمان د درد په دین او آئین تا کړم

چي د ځان په رنګ بل نه وینم سربـازه
ستا د مخ په آئینه کي خودبین تا کړم

زړه مي شین سو رنګ مي ژړ بریالی نومم
د الـــــف له سمــه قــده څــه شین تا کړم

#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


۱۴ غزل

چـــي پــر مــخ کړې را ایله زلفي ول، ول
د چـــشــمـانــو مـــفصل دي ســــي مجمل

ســــتا د هـــجر مسئلې دی هــــسي ګراني
نـــه حــل کیږي پـــه صـــدرا او په مـطول

چــــي وصال دي په نظر کي راحضور سي
بـــدیـــهــي ســـي بــــې بـــرهانه مــــــدلل

چـــــي رایاد دي تلخګـــــي د جدایۍ کړم
د کــــوثر عســــل مي سي تر خـوله حنظل

چي مي جسم انفعــــال د سترګو واخیست
جــواهــــر مـــي پـــه عـرض سوه مـــــأول

چـــي د مــیني پـــه کتـــاب دي مطالع سم
د پـــرهېز حــــواس مـــي واړه سي مختل

کـــه د عشق په مدرسه کــــي بریالی سوم
راتــــه واړه مشــــکلات بـــــه سي منــــحل
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


بریالی بـه وظیـــفه د عشق پرېنږدم!
که ساعت عمر بدل راته په کال سي!
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله


۱۳ غزل

#پښتون او #آزادي

پښتون نه سو سم له خپله سیاله هیڅ
نتیجه یې د ژوندون له ماله هیڅ

هر یو فرد یې جلا ځان ته حکمران دی
خبر نـــه دی د دنیا له جاله هیڅ

ازلي عظمت یې وو په برخه سوی
اوس یې نسته له هغه مناله هیڅ

د لټۍ سایې ته پروت وي بر یې کښلی
باک یې نسته د تذویر له حاله هیڅ

وظیفه یې له تربور سره بدي ده
زیات یې پوښته له ماه وساله هیڅ

د امید کښت یې په شنه خسیلو وخوړ
حاصل نه سوله له تېره کاله هیڅ

د غفلت په خوب ویده مزه مو نسته
مجتنب نه سو وله بې وداله هیڅ

د سبا پر ترقۍ مي سلام عرض کړه
مګر نه ده حالي زموږ له حاله هیڅ

#بریالیه عبث مه ورته ګډېږه
کاڼه نه اوري د بل د له قاله هیڅ
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10




د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو نعتونو ترانو البوم

دزړه الفت

ترانه ویونکی:
الحاج قاري احمدالله مؤذن صاحب

شاعر:
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله

ډیر ژر...
👇


۱۳ غزل

دا چي جام یې کی په نام د میني ډک
دا ازل دی، که اجل دی، که فلــــک

دا چي زړه مي له کوګله په منګل وړي
دا زمری دی، که پېری دی، که ملک

دا چي تېز او بې پرهېز کړي ګزارونه
دا توپک دی، که مردک، که مردمک

دا چي پاس یې په اوربل کي اور بلیږي
دا یې تاج دی، که سراج دی، که محک

دا چي پټ خاندي په سرو شونډو څه سر دی
دا ملهم، کــــه تبـــــسم دی، کـــــه هنک

دا چي سپین عذار د یار یې رنګین کړی
دا سراب دی، کـــه سحاب، کـــه پالک

دا چي باسي له محفــــله څه درمـــــل
دا بېلتـــون دی، که جیحون دی، که هجــرک

دا چي کړم یې د زخمي په نامـــه یــاد
دا انعام دی، کـــه پیغام دی، کـــه پېټک
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


۱۲ غزل

چي یې عشق لاس او پښې یوسي په تاړاک
پــر تتۍ بـــه شل و شوټ ســـي لــــکه تاک

یـــــا تـــر مینځ به د اسمان و او د مځکـــي
ســـــربــسته وي ژړي تــــلي لـــــــکه نــــاک

یـــــا بــــه وي الــــوبــالو رنــــګ مهــــربانه
یـــــا پیسته رنګه زرغون زړه سینه چـــاک

یـــــا پـــه درد بـــه خټکی ســـر بــریده وي
یـــــا انــــار لــړمون لــــه وینو ډک هلاک

یـــــا بهي رنګــــه بــــه لانــدي تـــر ګرزو وي
یا بـــــه وي لــــکه مــــڼه پــــه بــــڼه پـــاک

یـــــا په غم به شین بادرنګ وي لیکي، لیکي
یـــــا ستمبول به وي له شرمه سر په خـــاک

یـــــا خــــوني شلیل لــــه هجره مــخ تڼاکي
یـــــا بــــه ژړ مــــخ زردالـــــو وهي مسواک

یـــــا شبګیر بــــه په سرو اوښکو بریالی وي
یـــــا بـــه وچـــي سپیني سترګي وي اهــاک
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


که ګټه دي غرض وي یو زړه رانیسه په ښو
تر دې لویه فایده هم د کعبې په تلو کي نسته
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله


۱۱ غزل

څو چي نه کاندي غنچه پرېشانه طبع
وبـــه نــه وینې د ګل خندا نه طبـــــع

څو مي ژوبل، ژوبل نه کا د عشق چاري
راڅـــه مه غواړه هر ګز شادانـــــه طبع

چي د هجر هم سبق مي عندلیب سو
لـــه هغه فیضه لــري ګویــــانــــه طبع

بورا موړ د کنډوالـــــې په طواف نه سو
بـــم لــــري د کنډوالې ویـــــرانه طـــبع

د نرګس له شوخ چشمۍ مي کرکه وسي
چـــي پــه زړه کړم د سنبل خزانــــه طبع

د خالي ډول له دربي مي خوا سوه توره
چـــــي مــــي ولیدل د نل ګــــریانه طبع

تو لعنت سه د نمــــرود جانپرستۍ نه
جـــــــار قربان سه د خلیل خزانه طبع

چي د غم دېګ مي ارغ کړ ګـــلاب مثله
بریالی مــومـــم هالـــــــه روانـــــه طبع
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


۱۰ غزل

چي حلال و حرام تل نغاړي پــه نــــس
دا نغاړل به دي آخر مــــــات کړي اودس

نـــه یـــو ټېغ د قناعت له تا بهر ســـــو
نــــه پـــــه عمر در څه واورېده سو بس

چي د حرص په دسترخوان یې ارږی بد سي
و خوراک تې رجــــــوع نه کیږي واپــــس

تعجب دی تاته هــــر څو چي ټمبه سې
لا هنوز دي اشتها ســــــي یو په لس

له ازله چي دي لوږه ده پـــــه برخـــه
موړ به نه سې مګر ودي خوړ نفـــــس

د عبرت سترګي دي ووځه مګر ړوند یې
د اجل اور به دي دود کړي لکه خـــــس

بریالیه د اصلاح امکان یــــې نســـــــته
ناممکنـــــه هر ګز نه راځــــــي پـــه وس
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


په غلــــط دلیل به هر ګِز غلـــط نه سم
زه عبدالغفار پــه ژبــه زبردست یــــــم
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله


۹ غزل

چي مې ستا و شوخ نظر ته نظر واوښت
د ښکاریانو پر نښان مي ځیګر واوښــــت

څو به ځان ساتم د زلفو له خنجـــــــــره
د توبې سپر مي له بېري تر سر واوښـــــت

تېزي سترګي دي د وروځو په هلال کــــــي
ستوني ستخ د سپوږمۍ غېږي ته لمر واوښت

نباتي شونډي آبداري کړي په نــــــــاړو
د شرابو په پیاله کي شکر واوښــــــــــت

تللی فکر مي ستا زلفو پسي کش کـــــی
مسافر خیال مي پر نوی ســــفر واوښـــت

ما ګټلی دی روغبړ په نــــره تــــــــــوره
د ترکو پر عیــــــدګاه مي ګـــذر واوښـــت

بریالي ته شپه د هجر پنځلســـــــی ســــوه
د روژې په لـــړمانه کي اخــــــتر واوښــــت
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


۸ غزل

ددې اوس عصر په یار نسته باور
د ګلمخو پـــه ګفـــــتار نسته باور

د شوخ چشمو محبت لکه برېښنا دی
د برېښناوو پــــــه مدار نسته باور

سهار رېز بلبلان یو په بل وصیت کا
چـــي د (ګلو پــــــه ګلزار نسته باور)

د یوه ګړي تر مخ پر اسمان بر ځي
د وحشي عنقا پـــــه ښکار نسته باور

چي له درده یې شین مخی فلک ګونګ سي
په هغه رنګین نـــــــګار نسته باور

خوله په خوله مي دلګوفته کاندي له شوقه
مګر آه چي پــــه کردار نسته باور

چي د هیچا همدرد نه سولې تر مــــرګه
بریالیه ستا په جار نــــــسته بـــــاور
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


۷ غزل

د زړه داغ مي دی په سرو وینو رنګین خوښ
پر یوه ناورین مي پاس دی بل ناورین خوښ

د ځیګر پـــــر ټــــپ د هجر مالګه ښــــه ده
د جــــانان خـــورک کــبـابِ نمکین خــــــــوښ

د زاهــــــــد لــــه پــاکه مخه دي حــــــیا وي
هــر مجلس مي په مستانو دی سنګین خوښ

چـــــــي تشبیه ستـــا د زرین خال راته وایـــي
د اسمان پر مخ مــــــي ځکه دی پروین خوښ

چــي د خولې کونجان مي سره وي په شرابو
د ســـاقي په معجزه مي دی دا دین خـــوښ

کافـــر خـــط چي دي د شونډو پر خوا ګرځي
معلومـــــــدار د بولهب دی اتشین خــــــوښ

(بـــــــریالی) و ســـــــاقي دواړه نازولـــــــــي
دوه دغه دریم مي یــــــار دی نازنین خـــــوښ
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


۶ غزل

آ ساقي یا په یوه پو مي سور اور کړه
یا مي نوم د بریالي کړه را غلــــــط

یا په میو مي د زړه ساغر را بور کـــړه
یا مي نوم د بریالي کړه را غلــــــط

یا مي ستا د ګرېوانه ګل ته سمسور کړه
یا مي نوم د بریالي کړه را غلــــــط

یا مي مخ د پخته ګۍ په ووسمه تور کړه
یا مي نوم د بریالي کړه را غلــــــط

یا مي محوه د یوه قدح په پور کــــړه
یا مي نوم د بریالي کړه را غلــــــط

یا نشه مي د غمزو په شر، و شور کـــړه
یا مي نوم د بریالي کړه را غلــــــط

یا تاراج مي د فراق کفن و ګور کــــــړه
یا مي نوم د بریالي کړه را غلــــــط

یا مي پاس د هر زمري په پنجه زور کړه
یا مي نوم د بریالي کړه را غلــــــط

#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


۵ غزل

راته نوې چي فلک د زړه بدي کړه
د جانان شرابي سترګو ابدي کړه

مفتي مهر د فتوا ورباندي کش کړ
چي د عشق په محکمه کي مي رندي کړه

د تمیز کوڅې زاهد راته نیولي
ځکه بیرته یې دعوه راپس ګردي کړه

زورور رقیب فراق راغی میدان ته
فیصله یې پخپل جېب کي را خوندي کړه

آ زما خونرېزه بخته نامراده
راته جوړه دي مشکله سرمدي کړه

لاس تړلی به ګالم محبس د هجر
چي مي عقل د قسمت سره ګوندي کړه

دا دي قلفه عریضه ده بریالیه
چي مشکله دي و ځان ته سربدي کړه

#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10


ســـــور کفن دي مــبارک ســــه بریالـــــــیه!
زما له خیاله یې ستا سر په نښان کښېښود

#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله


۴ غزل

په ښکاره وایه چي خیال مي د ګوندۍ دی
فایـــــده نــــه لـــــري خبري لکــــــۍ داري

چي په زړه باندي درځي په خوله یې وایه
پشلا خــــــــــبري نــــــه دي معنا داري

مخامخ راځه د پړانګ طبیعت زده کــــــړه
مــــېــــړه نــــه کــوي تر شا د چغال واري

مخامخ راته لېــــــور وایه بــې درېـــــغه
مخامخ به درتـــــــــه وایمه ورېنداري

ټینګــــــوه ځان تر هغـــــو به دي پرېنږدم
څو وهلــــــي مي په تا نه وي بـــــغاري

بریالی یم تر هغو بــــــــه لـــــغاز وایـــــم
څو چي ســــــتا پر سر در واړومه خــــاوري
#شهید_مولانا_عبدالغفار_بریالی_تقبله_الله
https://t.me/abdulghafar10

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

166

obunachilar
Kanal statistikasi